تاند: ( ابوبکر جبارخېل)- افغان ولسمشر حامد کرزي تېر ماښام د اروپايي هېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې له بهرنیو هېوادونو غوښتي څو په را روانو ټاکنو کې دې د افغانانو رایو ته احترام وکړي.
ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر کرزي په دغه غونډه کې وویل، چې د۱۳۹۳ لمریز کال انتخابات به په خپل ټاکل شوي وخت ترسره او دوی د ټول شمولو، ازادو او سرتاسري انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دي.
سرچینه ډیروي چې ولسمشر ټینګار وکړ او ویې ویل: (( بهرني هېوادونه باید د افغانستان دخلکو رایو ته احترام وکړي او افغانان دې پریښودل شي چې په انتخاباتو کې په خپل ګډون سره په هېوادکې ډیموکراسي لا پیاوړې کړي.))
په دې کتنه کې د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو، د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو او د افغانستان ترمنځ د همکاریو، له اروپایي ټولنې سره د ستراتیژیکو همکاریو د تړون، د سولې د بهیر او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په باب هم خبرې شوې دي.
جمهوررئیس کرزي د افغانستان او د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر دوام د ټینګار په ترڅ کې د دغې ټولنې له سفیرانو څخه وغوښتل چې هېوادونه یې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.
د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو سفیرانو د خپلو هېوادونو په استازیتوب یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو اوږدمهالو همکاریو ډاډ څرګند کړ، زیاته یې کړه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.