له لومړۍ ورځې سپینې ماڼۍ په دې اړه چې امریکا له افغانستانه ووځې کومې پایلې به ولري لږ سوچ کړی، کرزي اونۍ وړاندي هغه هوايي برید هم وغندی چې پکې یو ماشوم وژل سوی و، اوس خبره داده چې کرزی په ډیپلوماتیک لحاظ د پرېکړې د سرخوږ جوړ سوی.
کرزی اوس له امریکا سره په مبارزه بوخت دی، له هغه ملت سره چې دی یې په خپلو وینو او امکاناتو واک ته رسولی، کرزی په ډیپلوماتیکو هڅو کې تر ځمکه لاندي اوبه تېروي، په دې برخه کې ځینې بیلګي د لیکلو دي: یو وخت یې طالبانو ته د ورونو خطاب وکړ، خو امریکا یې په دې تورنه کړه چې له طالبانو سره د حملو په کولو کې د پردې تر شا مرستې کوي، له بل لوري یې یوه وینا وکړه که د امریکا او پاکستان تر منځ جګړه ونښلي دی به د پاکستان خوا ونیسي.
د کرزي دا وروستۍ بې رقمه هڅه د هغه تر ټولو خطرناکه او قوي هڅه ده، هغه له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کوي، د تړون له مخي به امریکا له خپلو سرتېرو سره د لسو نورو کلونو لپاره په افغانستان کې پاته کېږي، د کرزي دا وروستۍ هڅې عجیبه، ډارونکې او بې رقمه برېښي، دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو حساسه نقطه ده، دا په داسي حال کې ده چې امریکا یوه غریبه او عجیبه سیاسي او نظامي ستراتېژې د افغانستان په چارو کې په کار اچولې وه، چې له مخي يې له افغانانو او په ځانګړې توګه له کرزي سره لږ همکاري کړې، چې له دې سره د امریکا هغې جګړې ته چې د القاعده پر وړاندي یې روانه کړې وه زیان اوښتی.
دا چې کرزی په خپل دریځ کلک ولاړ دی، هغه له ځان سره مهم دلیل لري، له حقیقته سترګې نه پټېږي، ښایې د کرزي دا عمل له ځان سره ناوړه پایلې هم ولري، که یاد امنیتي تړون لاسلیک نه سي، ښايې امریکا له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي، له دې سره به ناټو هم دا هیواد پرېږدي،د امریکا په میلیونونو ډالر مرستې به هم په اوبو لاهو سي، دا څرګنده ده چې د افغان نظامي ځواک لګښت تر هغه عوایدو زیات دی، چې افغان حکومت یې لاسته راوړي، دا به له ځان سره لویې او ناوړه ستونزې وزېږوي، موږ به تر پخوانۍ کورنۍ جګړې سخته کورنۍ جګړه په خپلو سترګو وګورو، له سیاسي ډلو څخه یواځې طالبان د کرزي ددې دریځ هرکلی کوي.
کرزي ولي دومره لویې لوبې ته ځان ورکړی؟ لومړی دا چې که هغه له امریکا سره تړون لاسلیک کړي، د امریکا له هغه سره خصوصي ملاتړ او ځواک له لاسه ورکړي، په ځانګړې توګه په اپریل میاشت کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په برخه کې چې دی هڅه کوي خپل د خوښي کاندید یې بریالی سي. له بل لوري هغه ددې ډاډ غواړي چې امریکا باید هیڅ وخت هم له افغانستانه خپل سرتېري ونه باسي، که څه هم امریکايي مشران دا خبره په خوله کوي، په ټوله کې دا جوته سوې چې کرزي پر امریکا خپل باور له لاسه ورکړی دی.
له دې واړو خبرو څخه یوه یې هم کرزی پر مثبته لار نه بولي، او دهغه وروستۍ هڅې به هم بې ځایه وي، خو له امریکا سره د تړون په برخه کې یې مبارزه پر ځای ده، ځکه دامریکا پالیسي د افغانستان په اړه بلکل په غلطه لاره تللې، په ۲۰۰۸ م کال کله چې اوباما د ولسمشرۍ لپاره هڅې کولې، هغه ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د جګړې په برخه کې خپله انرژي ولګوي، خو هغه له کرزي سره اړیکو ته زیات پام ونه کړ. لویه تېروتنه هغه مهال وسوه چې نظاميانو تېروتنې وکړې او نور دې ته ورته ستونزې رامنځ ته کړې.
کرزي په منطق، سیاست او مبارزه له امریکايي نظامي کمپاین سره مخالفت وکړ، امریکايي نظامي قومندانانو کرزي وهڅاوه چې دهغوی نظامي پلانونه د دفاع ومني چې سم وو، خو تر پایه یې دهغه قناعت حاصل نه کړ.
تر اوسه دا په افغانستان کې د اوباما د پالیسۍ ناکامي ده، متحده ایالاتو د افغانستان لپاره یوه نظامي ستراتېژي مخي ته کړه چې پکې له تاکتیکي هڅو کار اخیستل سوی، تر څو بریا واخلي، خو له دې ستراتېژۍ سره یوې منظمې اواغیزمنې سیاسي پالیسۍ ته هم اړتیاوه چې ورسره په څنګ کې پلې سوې وای، هغوی په دې ونه توانیدل چې افغان اولسمشر کرزی لارې ته برابرکړي، او دا چې په کرزي هغه څه وکړي چې دوی یې تمه لرل، هغوی پر هغه ډېر کار وکړ چې په پایله کې له پامه وغورځوی، کله چې په ورستیو کې متحده ایالاتو یوه سیاسي اجنډا مخي ته کړې، بیا هم ضایع کوونکی دریځ په کار واچوی، هغه دا ویره لرل چې د هیواد دراتلونکې لپاره په پریکړو کې به هغه له پامه وغورځول سي.
د کرزي لپاره د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه د منلو نه ده، هغه به په دې اړه داسي ووايي: القاعده په ۲۰۰۱ کې له افغانستانه و ایستل سوو، هغوی په افغانستان کې پټنځایونه نه لري، د ترهګرۍ پر وړاندي جګړه د افغانستان په کلیو او بانډو کې باید ترسره نه سي. په حقیقت کې د کرزي هغه رښتیا ته پام سوی چې له آره د امریکا د پالیسي جوړونکو تېروتنې په ګوته کوي، کرزی نه پرېږدي امریکايي سرتېرې د افغانانو په کورونو ننوزي.
پایله دا چې کرزی به له خپل دریځه تر شا سي او دافغانانو لپاره به دا تړون لاسلیک کړي، دامریکا د سرتېرو شتون به په افغانستان کې روانه ویره له منځه وباسي، په افغانستان کې له دېرشو کالو جګړه روانه ده، داسي امید سته چې یاده جګړه به پای ته ورسي، امریکا او کرزي په ګډه حالات خراب کړي، چې پکې کرزی په یوه حال نه و، د امریکا مشران به له شرمه په اینه کې نه سي کتلای، ځکه پر هغوی د حالاتو د نابودۍ پړه ده.
سرچینه: ګارډین
ښه دا ترجمه وه.. ماویل که که قریشی صاحب دا لیکنه کړی.. .خیر په هر صورت خدای دی هغه پیښ کړی چی د افغانستان او افغانانو په خاص ډول د پښتنو په کی خیر وی..