شهباز شریف په لندن کې د نوازشریف د کور مخته د حامد کرزي هرکلی کوي

تاند، شنبه، د جدي ۲۸مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د داعش ډلې په تړاو تازه بیان کې ویلي دي دا ډله ترهګره ډله افغانستان ته له اسمانه راښکته کړای شوې ده

نوموړي دا خبرې په هند کې کړې او ویلي یې دي ټول پوهېږي چې د افغانستان هوايي حریم د چا لخوا کنترولیږي.

نوموړی وايي، امریکا افغانستان ته د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته راغلې وه، خو اوس د داعش په څېر لویې ترهګرې ډلې راټوکېدلې دي.

حامد کرزي ویلي، په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ جګړه ده او یوازې افغانان په کې قرباني ورکوي: (( ولې افغانان او طالبان ووژل شي؟ داسې ډلې شته چې افغانان خپلو کې د یو بل وژلو ته هڅوي.))

ښاغلي کرزي زیاته کړې افغانان تر هغې خپله پریکړه نه شي کولی چې سوله رانه شي: (( موږ په داسې حالاتو کې نه رڼې ټاکنې کولی شو، نه خپلې پرېکړې کولی شو.))

کرزی همدا راز ټینګار کوي چې افغانان له پاکستان او ایران سره نیکې اړیکې غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې له کرزي څخه ګیله کېږي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د هغه نظام د راپرځولو هڅې پیل کړې دي کوم نظام چې ده پخپله له نړیوالو سره په افغانستان کې جوړ کړ.
شنونکي د دغې خبرې علت دا ښيي چې ښاغلی کرزی نه غواړي له واک او اقتدار څخه دباندې پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *