پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دی د پاکستان په کوربه توب د سولې نننۍ بین الافغاني ناسته کې ګډون نه کوي.

د حامد کرزي دفتر یوه اعلامیه کې چې بیګا ناوخته یې تاند ته استولې ویلي، حامد کرزی هم د پاکستان په کوربه توب د سرطان د اولې نېټې بین الافغاني ناستې ته بلل شوی، خو له دې کبله چې وخت کم و، لازمې مشورې په کې نه شوای کېدای او د سفر تیاری هم نه کېده، نو له دې کبله به نننۍ غونډه کې د حامد کرزي استازیتوب نه وي.

حامد کرزي دغه راز پر پاکستان غږ کړی چې افغان سولې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي .

دا په داسې حال کې د چې یو شمېر نور افغان سیاستوال پرون په ډله ییز ډول پاکستان ته رسېدلي او نن به د غونډې د پيل وینا د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي څخه واوري.

طالبانو ویلي دوی یادې غونډې ته نه دي بلل شوی.

2 thoughts on “کرزی: د اسلام اباد نننۍ غونډه کې نه یم”
  1. کرزی صاحب! ولی؟
    کله چی ته ریس وې او د ډالرو بوجۍ دې دلته مفسیدینو ته ایښ وه شل ځلې دې [پنه شاته واچوله او د پنجاب سلام ته ولاړې خو اوس ولې؟ ای خپل انصار وروڼه دې له یاده وتلی؟ هغه وروڼه چې تاسې راوستۍ او د جهاد په ګدۍیې کشینولې!ا
    ته او ستا غندې زرګونه دې د غني صدقه شي! یوه ورځ مو نره خبره درنه وانه وریده!ا نو ر ته او ستا شمالیوالان غله د ملت دښمنان یاست نه دوستان!ا

  2. بله خبره نشته یو افغان وای زه یی منم او بل افغان وای زه یی نه منم، یو افغان وای زه سوله غواړم مګر بل افغان وای زه سوله په دي ترتیب نه غواړم، یو افغان وای زه په دغه غونډه کی ولی خبر شوی نه یم زه یی نه منم لنډه داچه ځمونږ دغه ځینی مشران ماته د افغانستان په خیر نه ښکاری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *