تاند- حامد کرزی، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته تللی دی، وايي، د افغانستان نوی ولسمشر چې په ۲۰۱۴ کال کې واک ته رسېږي، له روسیې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ولسمشر کرزي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې وویل، هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات په خپل ټاکل شوي وخت ترسره شي.

په پام کې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي لمریز کال د حمل په میاشت کې وشي.

د افغانستان ولسمشر چې د روسیې له ولسمشر سره د شانګهای د همکارۍ موسسې د ټولنې د مشرانو د غونډې ترڅنګ په بیشکیک کې خبرې کولې، وویل: پوره ډاډه دی چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به له روسیې سره بې له شکه ښو اړیکو ته دوام ورکړي.

ده همداراز وویل: له څلورو کسانو څخه چې غواړي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړي یو همدا اوس په همدې تالار کې دی.

له ښاغلي کرزي سره قرغیزستان ته په تللي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او څو نور چارواکي ملګري دي.

روانه اوونۍ د بلخ د والي ویندوی فرهاد منیر ازادي راډیو ته ویلي و چې ولسمشر کرزي د بلخ له والي عطا محمد نور څخه غوښتي دي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ لپاره د بهرنیو چارو د اوسني وزیر زلمي رسول ملاتړ وکړي.

ده دا هم ویلي و چې کرزي عطا محمد نور ته ویلي چې د زلمي رسول مرستیالي ومني خو عطا نور تراوسه پوري په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښاغلي کرزي ته وویل چې هیواد به یې له افغانستان سره د وسلو، جنګي مهماتو، او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په برخو کې همکاري کوي.

د افغانستان ولسمشر له خپل روسي سیاله وغوښتل چې له افغانستان سره په پوځي او تخنیکي برخو کې مرسته وکړي.

2 thoughts on “کرزی :د افغانستان راتلونکی ولسمشر له ده سره د قرغیزستان په سفر کې ملګری دی”
  1. ټول ښاغلي دې لاندې فیس بک صفحه لایک کړي. دا صفحه د پرژن سپیکرز، افغانستان مایرر، تاجک کلچر او پشتونهای خاین د صفحو له خپرونو څخه چې پښتنو ته مستیقما کنځلې کوي وروسته د غبرګون په ډول جوړه شوې ده او ستاسو لایک کولو ته اړتیا لري.
    د صفحې نوم دی:
    مسعود خائن

  2. له کرزي څخه فقط د همداسی کارونو امید کیدای شی، اوس افغانانو ته په کار دی چی د خپل راتلونکی لپاره یو ښه فکر وکړي او ښه فکر یوازی د یو مدبر رهبر په صورت کی کیدای شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *