ترهګرو په روژه کې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې هم د خلکو وینې توی کړې

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې هغه چاودنه چې پکې یوشمېر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په سختو ټکو وغندله او هغه يې یو وحشیانه عمل وباله.

د امنیتي چارواکو او ولایت مقام د معلوماتو له مخې دغه چاودنه چې د ارګون ولسوالۍ په یوه مارکېت کې شوې، د ۶ ماشومانو او د ارګون د جامع جومات د امام په ګډون۴۱ ولسي وګړي پکې شهیدان او ۶۷ تنه نور پکې ټپیان شوي دي.
جمهور رئيس حامد کرزي دغه چاودنه په سختو ټکو وغندله او ويې ویل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د بې ګناه ولسي وګړو په نښه کول یو نا بښونکی عمل او د بې ګناه مسلمانانو وینه تويول، یو لوی جنایت دی.
جمهور رئيس حامد کرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو او ټپيانو له کورنيو سره سملاسي لازمې مرستې وکړي.
جمهور رئيس کرزي د شهیدانو کورنيو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د خدای پاک له دربار څخه ورته د زړه صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *