تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۰ مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سولې په رابطه د امریکا او پاکستان په پټه معامله اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي نن له غرمې مخکې په یوولس نیمو بجو په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وینا کې وویل، امریکا باید له افغانستانه په مسوولانه ډول ووځي، داسې نه شي چې افغانستان بیا د پاکستان لاسوهنو ته پرېږدي.

نوموړي ویلي، افغانان پاکستان سره خپلې اړیکې جوړول غواړي خو تېرو تجربو ته په پام خپل امنیت، خپلواکي ساتي او په احتیاط به دغه هېواد سره ګامونه اخلي.

نوموړي، هیڅکله به افغانان پر افغان سوله پاکستان سره د امریکا معامله ونه مني او نه به دې ته حاضر شي چې له طالبانو سره سوله وشي او له هغې وروسته افغانستان د داعش په نوم د یوې بلې جګړې پړاو ته ور ټېل وهل شي.

نوموړي ویلي، د سولې روانه پروسه افغاني نه ده بلکې دا پروسه اوسمهال مطلق د امریکا او پاکستان په لاس کې ده چې دا افغانستان ته سوله نه شي راوستلی بلکې لا خطرناکه تمامېدای شي.

حامد کرزي دغه راز وویل، که طالبان رښتیا غواړي امریکا له افغانستانه ووځي، نو جګړه دې بنده کړي ګني د بریدونو دوام او د افغانانو وینه تویول یې د امریکا د اشغال دوام ته لار برابروي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان ټاکنو ته خوشبینه نه دی، ځکه دا پروسه د امریکایانو په لاس کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *