نوموړی سیاسي حمام د ګرمولو د لا ښه جوړولو هڅې له انګریز نه پیل شوې خو بریالی نشو له هغه نه وروسته روسیه لاس راوږد کړ غوښتل یې چې نوموړي سیاسي حمام ته خپل لاسپوڅي رادننه کړي، خو د ولس لخوا يې مخنیوی وشو او روسیه یې په څټ کړه، پاکستان خو له پيدایښت نه نوموړی حمام په بشپړ ډول د خپلولو په اند کې دی او ایران هم په دې هڅه کې له نورو نه کمه ونډه نه ده لرلې
د۲۰۰۱ د سپټمبر یولسمې له پيښې نه وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دخپل ۱۳۶۸ ګڼه پریکړه لیک په ترڅ کې پر امریکا شوی برید وغانده او د امریکامتحده ایالات یې قرباني شوی هېواد وباله او د خپلې دفاع حق یې ورته ورکړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۸۶ ګڼه پریکړه لیک له مخې چې تطبیق یې اجباري حکم درلود امریکا متحده ایالاتوته ته یې دا حق ورکړ، چې خپل دښمن په هره سیمه کې چې وي باید تعقیب یې کړي امریکا چې افغانستان ته راغله نوموړي حمام ته یې پوره پاملرنه وکړه او په نوي میعارونو ورغله او ښه يې ګرم، فرش او خورا خوندور یې جوړکړ، چې دوی دلته بوخت وساتي او امریکا خپلو موخو ته ځان ورسوی د دې سیاسي حمام د زړه راښکونکې ښکلا نه هغه نیمه جهادیان داسې متاثره شول، چې ځينو ځينو ان خپل سرونه په کې خاورې کړل.
ولې به ورنه نه متاثره کېدل ولې به یې خپل سرونه ورنه نه نظرانه کول ځکه، چې دې خوارانو خو تېرې ټولې هڅې د همدې حمام لپاره کولې اوس خو دوی د خپل تېر زیار ثمر باید لیدلی وی لږې خو به یې ډډې په کې ګرمې کړې وی دا خو دوی خپل حق باله دوی خوارانو خو څوکاله د دې حمام په انتظار کې کلونه کلونه په غرونوکې او په ګردونو کې شپې او ورځې تېرې کړې وې نوموړی حمام دغه ښاغلي په داسې حال کې ویني چې له جګړو لوټمارۍ او چپوالګرۍ نه خورا ستړي شوي و، هغه ستړيا او دا ګردونه، خیري او دا سکسي حمام نو څنګه به یې ورنه زړه صبرېده.
دغه ښاغلي په دې نه پوهېدل، چې دا حمام کومې ځانګړنې لري او څنګه به ورننوځي او څرنګ به ترېنه راوځي په اصل کې دې حمام ته ننه وتل هم ګران و او راوتل ترینه بیخي ګران.
نوموړي سیاسي حمام ته د ورننوتلو ډېره ډېره هڅه پخوانیو جنګسالارانو کوله، ځکه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په راتګ او د طالبانو له وتو سره نوې بڼه غوره کوله، نو دغو جنګسالارانو هم غوښتل، چې ځان ولس ته په نوې بڼه څرګند کړي او دلته یو ځل بیا خپل ځانونه په نوي چوګاټ کې ځای په ځای کړي ترڅو د خپل ولس وینې په بل ډول نوش کړي.
نو دوی د ځان لپاره دا اړینه بلله چې تر هر چا نه وړاندې باید دوی په نوموړي حمام کې خپل خیري پاک کړي او په نوې جامه کې خپل شکلونه راڅرګندکړي، ځکه چې دوی دغه وخت د عام ملت په ذهن کې د کرکې وړ ګرځېدلي و، دوی په تېر کې له خپلو قومونو څخه د خپل سیاسي شخصیت د تبارز لپاره مورچلونه جوړ کړي و، دوی هغه وخت خپل قوم ترخپلې وسې – وسې د خپلو شخصي موخو لپاره استعمال کړي و، نو دوی دغه وخت نور په ټولنه او په قوم کې د منښت او ګرانښت ځای نه درلود او د دوی سیاسي جوهر خلکو ته له پخوانه څرګندشوی و.
نو پرهمدې اساس پخوانیو ټپکمارو د لومړي بن کانفرانس له راستنېدو سره سم ځانونه لغړکړل او هر یوه په خپل وار سره نوموړي سیاسي حمام ته ور ودانګل داخلک چې د کلنو کلنو خیرن ول، چې په وردانګلو سره یې د حمام ټولې اوبه داسې خړې کړې، چې هېڅ دکتو نه وې، دې سیاسي حمام چې په سیاسې لحاظ یې ارزښت ډېر و، نو چې لاس به یې بر شو داسې کسانو هم ور ودانګل چې هیڅ په تېرو جنګونو غلاو کې یې لاس نه لره او نه دومره خیرن و هسې یې ځانونه د هغو په خیرو خیرن کړل خو دایې نه کتل چې په ما پورې د چا خیري نښلي بس دې ته خوشحاله و چې بس خلک پوه شي، چې دی هم په دې حمام کې غوپې وهي او بس.
یوازېنی کس ولسمشرحامد کرزی و، چې د نوموړي حمام په غاړه به تېرېده، چې کله کله به یې په حمام کې د نیمه جهادیانو او د نورو ننداره کوله نو د نړيوالې ټولنې یو شمېر غړو او په هېواد کې یو شمېر د نظر خاوندانو به ورته په ټینګار سره ویل، چې خیال کوه مشره زموږ ټولې هيلې تاته دي په دې وطن دې زړه ودردوه خیال کوه ډېرې حساسې شېبې دي جدي پاملرنه دې دې مظلوم ولس او دې ټوټې – ټوټې افغانستان ته غواړم ولس هم خپلې ټولې هیلې حامدکرزي ته درلودې او هیله یې ورنه لرله چې افغانستان له دې سیاسي کږلېچ نه وباسي، که څه هم دقلم او د فکر خاوندان د بن کانفرانس حیران کړي و، چې سیرت له ده څخه ډېرې رایې ګټلې وې، هغه رانغی او دی راغی، که چېرته د پښتون خبره کېده نو ولې بیا رایه ورباندې اخستل کېده خو خیر بیا هم افغان ولس تېرو جګړو ځپلی و په دې کې يې خپل خیر لیده او د نړیوالې ټولنې مرستو، ژمنو او د لومړي بن کانفرانس د تړون متن ته چې دوی کتل، چې په افغانستان کې به غمجن کړکیچ پای ته رسوي ملي پخلاینه، تلپاتې سوله، ثبات ټینګ او په هېواد کې د بشري حقونو درناوی کيږي او …
نو د خلکو باور په کرزي باندې ډېر و، نو پردې اساس یې په کرزی پورې خپلې هیلې تړلې وې او په زړونو کې يې د خپلې وفادارۍ ژمنه ورسره کوله، خو حامدکرزي کله منله بس د شمال ټلوالې او په ټوله کې د جمیعتیانو په غوښتنه یې ځان لغړ کړ او نوموړي حمام ته یې په پټه ور ودانګل، چې وروسته خپلو کړنو رسوا کړ چې اوس ورڅخه نه وتی شي او نه په کې پاتې کېدای شي، د هغو خیرنو جنګسالارانو د وحشت او د ظلم خیري په ده پورې هم ونښتل اوس د ولس په ذهن کې کرزی هغه کرزی پاتې نه شو، د بن د نا متوازن او ناعادلانه تړون د مخې ۶ میاشتو لپاره کرزی ښه په نره ټکل شوی و، هیڅ داسې ویره ډار او … اړتیا نه لیدل کېده چې کرزي دې دکومې مجبورۍ له مخې نومووړي حمام ته زړه ښه کړی وي دوه ځلې ټاکنې ترسره شوې په مقابله کې ورسره همغه د کرزي نیژدې ملګري چې کرزي تل خپل ګڼل او تل یې ترڅنګ نیولي و او خپل ټول پام یې همدو ته اړولی او ترټولو زیات باور یې هم ورباندې کاو خو بیاهم ولس له کرزي سره ودرېد، خو کرزي هېڅ د ولس دغې مینې او وفا ته وفادار پاتې نه شو بلکې هېڅ ارزښت یې ورنه کړ، هغو خلکو چې دې ولس ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې وې، ښاغلي کرزي بېرته چاړه په لاس ورکړه او د ولس څرمن یې ورباندې په یو نوم او په بل نوم وویستله په لوی لاس کرزي یو لوی اکثریت داسې له هرڅه نه محرومه کړ چې د نړۍ په تاریخ کې یې څرک هم نه ترسترګو کېږي په نوره نړۍ کې اقلیت مظلوم وي دلته اکثریت مظلوم دی کومه قرباني چې پښتون ولس د کرزي لپاره وکړه د نړۍ په تاریخ کې هیڅ قوم خپل مشر ته نه ده ورکړې او کوم ظلم چې کرزي له خپل پښتون قوم سره کړی دی د افغانستان څه چې د نړۍ هېڅ ولسمشر یا مشر له خپل قوم او ژبې سره نه دی کړی، دا کوم سیاست دی چې رایه دې زه درکړم قرباني دې زه ورکوم او امتیاز دې داسې کسانو ته ورکول کېږي چې دېرش کاله یې زما وینه تویه کړې وي داکوم انصاف دی چې ټول واک او امتیاز دی یوې ولسوالۍ ته ورکړل شي داکومه مسلماني ده چې د یوه ولایت په دوه څنګ په څنګ ولسوالیو کې دې په یوه کې دې چې زه ژوندکوم د هلکانو ښوونځي تړلي وي او بله کې چې هزارګان په کې میشت دی په هغه کې دې نجونو پرمخ ښوونځی پرانستي وي زما په هزارګانو رخه نه راځي خو په دې ظلم باندې چوپه خوله راته پاتې کېدل هم ظلم ښکاري جګړه په ټول افغانستان کې وه له ټولو ځایونو نه دې د جګړې ټغر راټلویږي او یوازې هغو ولایاتو او یا هغو ولسوالیو ته دې محدوده پاتې شي چې پښتون په کې اوسېږي ولې؟ که چېرته په کومه بله ولسوالۍ کې چې پښتانه په کې نه دي مېشت او یا په کې په اقلیت کې وي که طالب په کې پيدا شي نو ډېر ژر یې حکومت په اړه اقدام کوي ډېر ژر هغه ولسوالۍ او یا کلي له جنګه تسفیه شي، خو زما په ولایت زما په ولسوالیو کې دې په دوامداره توګه جګړه روانه وي طالب به مې په یو نوم وژنې چې حکومت کې یم او یا ولې ورسره نه یوځای کېږم او نړیواله ټولنه مې دې په دې نوم بمبارد کوي چې طالب یم ولې؟ اربکیان به مو په دې نوم وژني چې ولې دلته طالب اوسي داکومه لوبه روانه ده کرزیه که ته پښتون نه وی ولاکه په دې چوکۍ ناست وی که د رایو خبره وی سیرت له کرزي نه ډېرې رایې اخستې وې، کرزی له لسو کلنو وروسته اخر په دې خبره اقرار وکړ، چې پښتانه د یوې دسیسې له مخې وژل کېږي، ښاغلیه دا پښتانه خو ستا له راتګ نه نیولې تر دې دمه وژل کيږي مخکې دې دا خبره ولې نه کوله چې نن دا خبره کوې مخکې دې چې نه کوله ولې؟ او اوس چې داخبره کوې د څه لپاره؟ موږ خو له لومړنۍ ورځې نه دا چیغې وهلې چې پښتون وژنه دې بنده شي هغه وخت ولې غلی وې؟ داخبره ځينې ملګري وايي چې له کرزي نه شوې ده دا خبره د کرزي نه ده خو زه وایم هېڅ شی له کرزي څخه نه کېږي بلکې کوي يې په دا خبره نوموړي کېدای شي فکر کوم داسې انګیرلې وي چې د پښتنو په زړونوکې بیا ځای پیدا کړي دا خبره نه ده، چې دا ځل درباندې وحې نازلې شي پښتانه دي نه مني په پښتنو کې دې زړونه داسې نه دي کړي چې بیا به درته رایه درکړي.
کرزی اوس په سیاسي حمام کې یرغمل شوی دی او یا خو یې ځان یرغمل کړی دی ځکه چې د ده د سیاست محور او فکر تر سیاسي حمام پورې محدود پاتې و، او دی او نه کرزی په خپلواکه توګه په خپل واک کې دی څه چې ورته ټلواله ووایي بس زموږ تش په نامه مشر ورسره سرخوزوي د خپلواکۍ ورځ اوس ولس او مدني ټولنې لمانځي ځکه چې حکومت وايي امنیت خراب دی خو د مسعود ورځې ته هم امنیت شته او هم ورته بودیجه ورکوي کله چې کرزي یو کمیسیون د مسعود ورځې لپاره ټاکه هلته مې ترینه په نره تمه غوڅه کړه چې ښاغلیه امان الله خان چې خپلواکي یې درته اخستې هغه اوس په دې هم نه ارزي چې ورځ یې ولمانځي په ګاونډي هېوادونو کې دخپلواکۍ ورځی په څه شور او په څومره خوند لمانځل کيږي او موږ ته وګوره، له ګاونديو هېوادونو څخه شرم پکار دی کور دی دافغان ملي غورځنک او د ملي تحریک او فغان یون ودان وي چې دا ورځ یې تر خپلې وسې په کابل کې ولمانځله که نه، د وړوکي میرویس پلار خو دا هم د سیاسي حمام په تورو اوبو وړې وه، د کرزي په فارمانونو او په کمیسیونونه چې نوموړي د پېښو لپاره جوړ کړي چې ترننه نه دي راستانه شوي او نه ېې پایله مالومه شوې ده کله چې راستانه شي په هغو به بیا لیکنه وکړم اوس راځم پښتو ژبې او د کرزي واکمنۍ ته چې پښتو ژبې ته څومره د ملي او رسمي ژبې په سترګه کتل شوي او څومره ورته د دري په پرتله ورته حق ورکړل شوی دی.
لومړی خو باید دا ووایم چې د کرزي له واکنۍ سره سم فرهنګي یرغل دومره په چټکتیا سره روان وو او لا روان دی، چې هیڅوک یې مخه نه شي نیولی ځکه چې فرهنګي یرغل له پیل نه تر دې دمه د ایران لخوا نه کيږي او ایران داسې ګوډاګیان په کابل کې لري، چې هم زور لري او هم زر چې د هیچا ورباندې وس نه رسي کومه مبارزه چې د فرهنګي یرغل په وړاندې ترننه شوې او کېږي یواځې فرهنګي او مدني خوزښتونه دي چې په وړاندې یې هر وخت خپل غږ پورته کوي، خو د دې خوارانو غږ هیچا ترننه وانه ورېده، چې ایران اوس لکه پاکستان په افغان وژنه هم لاس پورې کړ، کاش چې افغان دولت د افغاني ملي فرهنګ ودې او بډاینې او ځلونې ته کار کړی وی، افغان دولت ځانګړې پالیسي او ستراتیژي د خپل ملي فرهنګ د بډاینې او ځلونې لپاره نه درلوده، نو ځکه مو هېواد له فرهنګي یرغل سره مخامخ و، په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو ژبه تاسې وګورئ تر ډېره ایرانۍ فارسي ده همدا رنګ د ملي ټلویزیون نه نیولې ټول د فارسي ژبې تصویري او چاپي رسنیو ژبه ټوله ایرانۍ فارسي او په ښکاره توګه ایراني اصطلاحات په خپله ژبه کې ځای په ځای کوي د یوشمېر دري ژبو لخوانه خو په ښکاره او په ویاړ سره دا هڅه کيږي چې دري عملا د ایراني کېدو په لور بیايي دا هڅې پرته له ایران څخه بل څوک نه کوي، دغه رسنۍ د ایران له خوا په اقتصادي او سیاسي لحاظ خړوبېږي خو افغان دولت یې په وړاندې داسې چوپه خوله پاتې دی چې ته به وايي هیڅ حکومت شتون نه لري.
پښتو ژبه په ۱۲۴۳ لمریز کال په اساسي قانون کې د هیواد ملي او رسمي ژبه وه خو د کرزي په دوره کې چې اساسي قانون تصویب شو یوازې رسمي ژبه پاتې شوه او ملي حیثیت ترې وتړل شو، په کابل کې د وزارتونو لوحې له پښتو څخه په فارسي واړول شوې هیچاورته ونه ویل چې ولې؟ پښتو د سندرو او د خبرو ژبه ترننه پاتې ده هیچا یې پلو له مخه وانه خيست هیڅ پښتون چارواکي دا ژبه خپله ونه بلله، پښتو تش په نامه رسمي ژبه ده د یوه پښتون وزیر د دفتر ژبه پښتو نه ده څنګه یې چې پښتو له دفتره شړلې همدومره یې پردۍ ایرانۍ ژبې ته په خپلو دفترونو کې ځای ورکړل شوی دی د مړو ژبه داسې بې قدره نه وي ولاکه ساسنکریټ ژبه هم داسې نه ده لکه پښتو د ساسنکریټ ژبې د پالنې او ساتنې لپاره څوک شته پښتو خو هغه وخت د یو چارواکي ژبه وي چې وزیر نه وي، والي نه وي، ریس نه وي او کله چې چوکۍ ترلاسه کړي بیا یې لومړی په مرۍ همدا ښاغلي پښه ږدي
ځينې ملګري په دې مسله کې کرزی نه ګرموي هغوی دا دلیل وړاندې کوي چې کرزی هیڅ وزیر ته دا نه وايي چې ولې په خپله ژبه خبرې کوي او یا دې ولې پښتو کتاب چاپ کړ او یا دې ولې د پښتوژبې لپاره کوم بنسټ جوړ کړ که کرزی خوشحاله نه شي، خفه کيږي خو بیخي نه، خو زه بیا وایم که چېرته دا رښتیا هم داسې وي نو ولې دا پښتانه چارواکي لکه د نورو وروڼو قومونو د چارواکو غوندې په خپله ژبه نه لیکل کوي او نه وینا ضرور د کاسې لاندې نیم کاسه شته، که نه وي نو ولې داسې نیستي ده چې همدا دسطرنج دانې دي، چې یو کونج او بل کونج ته یې وړي، ولې راته داسې بې کفایته وزیران او والیان په دندو ګماري چې پرته له خپله ځان او چوکۍ نور ورته هیڅ شی ارزښت نه لري زما د قوم په نوم ناست او زما د قوم استازيتوب نه شي کولی دا ټول هغه چارواکي دي چې له کرزي سره په یو شکل نه په یوشکل تړاو لري هیڅ داسې امکان نه لري چې دا دې د خپل استعداد له مخې غوره شوي وي ځکه چې دغه تومنه هم په دوی کې نه تر سترګو کيږي، نو ځکه خو مو هېواد په فساد کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
لکه څرنګ چې کرزي له پښتو سره په خپله دوره کې دمور او دمیرې سلوک وکړ همداسې له پښتنو سره هم درواخله، خوست دویمه درجه ولایت دی خو سهم ورته ديوې ولسوالۍ په اندازه ورکول کيږي ځکه چې د پښتنو ولایت دی، امنیت ته که راشو نور په ټول هیواد کې امنیت دی خو پښتنو سیمو کې امنیت نه شته د بیا رغاونې چارې هم دهمدې امنیتي ستونزو له امله په کې په ټپه ولاړې دي د پوهنې اړتیا چې پښتون قوم یې ورته له هرچانه زیاته لري هیڅ پاملرنه ورته نه ده شوې داسمه ده چې په ځينو برخو کې کارونه شوي لکه سرک کوډ ومات کلینک خو که چېرته د متوازن پرمختګ خبره کيږي نو بیا ورباندې قناعت نه کوم.
سولې ته زه اړتیا لرم ځکه دجنګ په اور کې زه سوزم کرزی د سولې په برخه کې له داسې کسانو سره مشوره کوي چې نه یې په ولایت کې جنګ شته بچی یې رڼاته ناست ښوونځي ته ځی ښه ارمه ژوند لري هغه که سوله وي دی په سوله کې دی او که سوله نه وي هم دی په سوله کې دی دهغه که پرما زړه سوزیدای یوه ورځ خو به یې زما غږ اوریدلی وی یوه ورځ خو به یې زما دزړه درزه او زما چیغې او زږیروي اوریدلي و یوه ورځ خو به زما پوښتنې ته راغلی وی بل دسولې له بهیر سره چې هره ورځ له میډیا نه یی وینو ډلې ډلې کسان یوځای کیږي په جګړه یې څومراغیزه کړې ده؟ ایاکمه شوې ده دا څومره طالبان دي اخر خو ښکاره خبره ده چې په سوله باندې سیاست روان دی.
کرزي ونه شوکړی چې د تېرو ولسمشرانو له تجربونه ګټه پورته کړي ځکه خو پاتې راغی نو راتلونکی ولسمشر باید د کرزي له تجربو څخه او تیروتنو څخه پوره مطالع ولري او هغه څه چې نومړي وکړل او پایلي هم ټولو هېواد والوته څرګندې شوې باید راتلونکی ولسمشر داسې نه وي.
ولس باید په ټاکنو کې پراخه برخه واخلي په دې برخه کې باید ټولې مدنې ټولنې او همدارنګ خوزښتونه پوره پوره کمپاین وکړي چې خلک کارتونه واخلي او همدارنګ په ټاکنو کې پراخ ګډونه وکړي داسې څوک دې غوره کړي چې ددې وړتیا ولري چې دا هېواد له روان کړکېچ نه اوباسي کنه نو په کرزي صاحب به شکر وباسئ یو شی د کرزي چې ټول ولس او د فکر خاوندان به یې یاد ساتي هغه ده چې د ډيورنډ په مسله او دلراوبر په مسله کې که هرڅومره فشار ورباندی راوستل شو دی لکه نر غوندې ورته په میدان کې هسک سر ولاړ و سریی ورته ښکته نه کړ دا کړنه به یی زه ټول عمر یاد ساتم دلراو بر په ځانکړې توګه د ډيورنډ په مسله کې کرزي ښه رول ولوباو که بل ولسمشر وای له همدي سیاسیونوڅخه اوس به یی وختي لاس لیک کړې وه دې ته به یې نه کتل چې دا د دواړو غاړو دولسونو حق دی.