تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۱۳ مه: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي د کابل وروستي وحشت وښوده چې لا هم د سیمي هیوادونه افغان سولې ژمن نه دي.
ښاغلي کرزي د کابل په پروني ګرین ویلج میلمستون د برید په غبرګون ویلي، دې برید وښودله چې بهرنۍ کړۍ نه غواړي ترڅو افغانستان کې سوله راشي.
نوموړي ویلي بهرنۍ کړۍ او استخبارات له دې لارې غواړي ترڅو د سولې روانې هڅې تخریب کړي او افغانستان د امن کور نشې.
ښاغلي کرزي ویلې په ګرین ویلیج برید په ظاهره په بهرنیانو شوی دی، خو په اصل کې د پېښې ټول قربانیان عام افغانان دي.
تیره ورځ وسلوالو طالبانو د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د ګرين ويلیج په نوم کمپ باندې موټر بم برید وکړ چې په دغه برید کې ۱۶ تنه ووژل شوو او ۱۱۹ تنه نور ټپيان شول.
ښاغلی کرزی یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې په پوره هوښیارۍ د سولې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
نوموړي ویلي د وینې توییدنې د مخنیوي لپاره دي له وروستیوو رامنځته شویوو فرصتونو څخه ګټه واخیستل شې