تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پاکستان د صدراعظم نوازشریف په رسمي بلنه اسلام اباد ته ځي.
حامد کرزي له نوازشریفه د مننې په ترڅ کې ویلي:«ما ته څو ورځې مخکې د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د پاکستان د سفر بلنه راولېږله.»
ټاکل شوې ده چې ښاغلی کرزی یوه میاشت وروسته پاکستان ته لاړ شي.
نوازشریف پرون په لندن کې د زړه جراحي عملیات وکړل.
د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، حامد کرزي د افغانستان او پاکستان صمیمانه اړیکې د دواړو ګاونډیو هیوادونو په ګټه وبللې او د پاکستان حکومت او ولس یې د افغانانو د فوق العاده ملاتړ او مېلمه پالنې په خاطر وستایه.
ده وویل:«افغانان به د دوی (پاکستان) بې ساری ملاتړ هیڅکله هېر نه کړي.»
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي، کرزي، چې د خپلې واکمنۍ په مهال به یې پر پاکستان زیاتې نیوکې کولې، د پاکستان د افغان پالیسۍ په اړه هم نظر څرګند کړ، ویې ویل:
«پاکستان باید د فشار د تاکتیک پر ځای له افغانانو سره د دوستانه اړیکو غښتلتیا ته پام وکړي، باید پر موږ ستراتیژیک عمق ونه تپي او د دې ځای د دوستۍ پالیسي ته ورکړي.»
کرزي همداراز وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ ټولې مسلې د دوه اړخیز تفاهم له لارې حل کېدای شي.