تاند- حامد کرزي، چې د واک دوره یې پای ته رسېدلې ده، نن په افغانستان کې د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې وویل چې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو لپاره ټاکل شوی وخت نه شي بدلېدای.

ولسمشر کرزي وویل، د افغانستان حکومت د نوي ولسمشر د تحلیف د مراسمو د پرځای کولو لپاره پوره چمتوالی لري او پر ټاکل شوې نېټه یعنې د سپټمبر په دوهمه چي د وږي یا سنبلي د میاشتې له یوولسمي سره برابره ده، باید د نوي ولسمشر د لوړې مراسم جوړ شي.

ښاغلي کرزي په ټینګه وویل چې د دې ضرب الاجل د تمدید امکان نشته.

له ولسمشر کرزي سره د یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص دفتر د استازي په کتنه کې، چې نن مازیګر په ارګ کې وشوه، ښاغلي یان کوبیش د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د تفتیش د پروسې د پرمختګ په اړه ولسمشر حامدکرزي ته وروستي معلومات وړاندې کړل، ويې ویل چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه یې غوښتي دي چې د تفتیش پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.

د ملګروملتو خاص استازي نن په یوه اعلامیه کې هم له دواړو کاندیدانو غوښتي چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره همکاري زیاته کړي چې د رایو تفتیش ژر تر ژره بشپړ کړي.

ټاکل شوې وه چې نوی ولسمشر د اګست په دوهمه لوړه وکړي خو د ملګرو ملتو د خاص استازي او د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو په غوښتنه دا نېټه یوه میاشت وځنډېده.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره پنجشنبه ولسمشر کرزي په کابل کې د امریکا له سفیر سره په کتنهد امریکا د متحده ایالاتو حکومت ته په کلکه دا پیغام ورکړ چې اوس چې ملګري ملتونه او بهرنیان د انتخاباتو د رایو د تفتیش په پروسه کې ښکیل دي نو دوی مسوولیت لري چې دا پروسه ګړندۍ کړي څو د افغانستان د نوي ولسمشر د تحلیف مراسم د وږي تر یوولسمې، چې د سپټمبر له دوهمې سره برابرېږي، پرځای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *