تاند- ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل چې له انتخاباتو راوروسته د دولت د وسله والو مخالفانو حملې اوج ته رسېدلي او د ده په وینا دومره زیاتې او سختې حملې تر دې پخوا هیڅکله نه وې لیدل شوې.

کرزي د ټولې اسلامي نړۍ لپاره د سولې هیله وکړه، ویې ویل چې له لیبیا تر پاکستانه اکثره اسلامي هیوادونه په جګړه کې سوځي.

ده وویل، د انتخاباتو په شپو ورځو، د کمپاینونو په مهال او انتخاباتو په ترڅ کې کراره کراري وه خو له انتخاباتو وروسته په دوو میاشتو کې داسي شدیدې حملې وشوې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې نه وې لیدل شوې.

کرزي وویل چې ډېر زیات بهرني تروریستان افغانستان ته راغلي او تروریستي بریدونو ته یې زور ورکړی دی.

کرزي وویل چې د هر افغان په وژل کېدا خواشینی دی. د طالبانو پر وژل کېدا هم خواشینی دی، د دوی له کورنیو غړیو سره خواخوږي کوي او تسلیت ورته وايي خو د طالبانو په مشرانو ږغ کوي چې پر افغانانو جنګ بند کړي او د پردو او پردیو تروریستانو د راتګ لاره دي نه هواروي او د افغانستان د ناامنۍ موجبات دې نه برابروي.

کرزي له طالب مشرانو وغوښتل چې سولې ته لبیک ووايي او په سوله او عزت کې ژوند وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا عمر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې تاکید کړی چې جګړې ته به دوام ورکړي.

د افغانستان ولسمشر هیله څرګنده کړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې ژر څرګندې شي او نوی ولسمشر په کار پیل وکړي.

ده په غزه کې د فلسطیني مسلمانو په وژنو ژوره خواشیني څرګنده کړه، ویې ویل چې د غزې ماشومان، ښځې او نارینه په ډېره بې رحمۍ وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *