د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره (آی ایس آی) په دې وغندل چې هڅه کوي د افغانستان د بې ثباته کولو او کمزوره کولو لپاره له مذهبي افراطیت څخه سو استفاده وکړي.

ښاغلي کرزي له جیونیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل: افغانستان به هیڅکله د پاکستان پر خلکو اعتراض ونه کړي ځکه چې دوی د افغانستان د جهاد او سختیو په کلونو کې خپلې مېنې او خواړه له افغانانو سره وېشلي دي.

کرزي په زغرده وویل چې افغانان به په هیڅ صورت د ستراتیژیک عمق په اړه د پاکستان پالیسیو ته غاړه کښېنږدي او اجازه به ورنه کړي چې پاکستان د افغانستان پر بهرنۍ پالیسۍ کنټرول ولري.

کرزي همداراز وویل، پاکستان له مذهبي سخت دریځۍ څخه تل د افغانستان پر ضد د یوې وسیلې او حربې په توګه کار اخیستی دی. خو اوس دوی(پاکستانیان) په خپله له ورته ستونزې سره مخامخ دي.

د افغانستان ولسمشر همداراز وویل ، د پاکستان پوځ او استخباراتو تل د افغانستان له ښه نیته ناوړه استفاده کړې او هڅه کوي چې د افغانستان په حکومت کې نفوذ ولري.

ښاغلي کرزي خبرداری ورکړ چې د پاکستان دا هڅه به یوازې او یوازې د لا زیاتې ورانۍ او مصیبت سبب شي او له دې پرته به بله کومه ګټه ترلاسه نه کړي.

د افغانستان ولسمشر وویل : «که د پاکستان حکومت په دې تمه وي چې د ورانکارو هڅو په وسیله به پر موږ د ډیورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه ومني باید په دې سر خلاص کړي چې خپل دې هدف ته به هیڅکله هم ونه رسېږي.»

ښاغلي کرزي په ځانګړي ډول د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره په دې وغندل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو خنډ کېږي.

کرزي د پاکستان پر خلکو ږغ وکړ چې باید په دې خبر شي چې په تېرو لسو کلونو کې د دوو هیوادونو ترمنځ مهم فرصتونه له لاسه ووتل.

ده همداراز وویل چې افغانستان به په راتلونکې نژدې یوه کال کې نوی حکومت ولري او دی هیله لري چې پاکستان باید له فرصتونو څخه د اړیکو د ښه کولو لپاره کار واخلي.

کرزي له جیو نیوز سره په  مرکه کې همداراز ویلي چې که د بې پېلوټه الوتکو د حملو په نتیجه کې ملکیان وژل کېږي نو دی یې مخالف دی او له نوازشریف سره په دې برخه کې د نظر یووالی لري.

By میر

2 thoughts on “کرزی: د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان د کمزورولو هڅه کوي”
  1. ترڅو چې د پاکستان سره په پوله پنځه میلیونه مایونه ځای پر ځای نشې نو افغانستان ته به د پاکستان پوځ، جنګیالی چې د پیسو لپاره جنګیږی او ځمونږ ناپوه جنت ته تلونکې افغانان او نور مسلمان ورونه د چا د احساساتو سره چې د پاکستان استخباراتی ډلی لوبی کوی هره ورځ راوړی او جنګونه به کوی.

  2. To all larawbar Afghan ta salmoona
    Mr how you speech will effect on this destructive nation Punjabi and puppet pashtoon who is involved in destruction of this war turn country Afghanistan if they are left side of durand line or right side any way.
    Mr karzai saheb how would be effective you speech even among the Afghanistan people a person who came by you in cherry picking qasim fahim last week he was talking about the matter of durand sham for him he must not talk about high issue of this country even he didn’t consider that the president of afghanistan is saying durand line not acceptabl but he and pupet of iran Mr Atta ghazab not noor saying will be discussed under the law of security counsel please now adays are last moments of the presidency when you terminate from their job thes two guys after then your speech will be effective and will get lots support of this brave nation any way inshallah pakistan divide soon by brave Baluch people they just stared destruction of the home of british spay azam ali just please must patient allah karim.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *