تاند – د افغانستان ولسمشر حامد کرزی راتلونکې میاشت هند ته ځي چې له ۲۰۱۴ وروسته، چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، له هند سره د افغانستان د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
د هند د بیزنس لاین ورځپاڼې د ویبپاڼې له راپور سره سم صدراعظم من مهن سینګ به د دسمبر په دوهمه اوونۍ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په نوي دیلي کې وویني.
ښاغلی کرزی به د دې سفر په لړ کې، چې د پنجاب پوهنتون په بلنه یې کوي، په دغه پوهنتون کې وینا وکړي.
د هند اوټ لوک ورځپاڼې بیا لیکلي چې کرزی به په ډیلي کې له من موهن سینګ سره له خبرو وروسته پونا ته لاړ شي او هلته به په یو لړ مراسمو کې، چې په (Symbiosis) پوهنتون کې جوړېږي، ګډون وکړي.
ګومان کېږي چې ولسمشر کرزی به د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف سره د راتلونکې شنبې په ورځ په کابل کې د خپلو خبرو په تېره بیا د افغانستان په سوله او پخلاینه کې د پاکستان پر رول له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.
هند د افغانستان د سولې په بهیر کې د خپل زوړ سیال پاکستان رول ته د شک په سترګه ګوري.
همداراز باور کېږي چې د افغانستان او هند مشران به له هند څخه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د هند پوځي مرستو په باب هم خبرې وکړي.
د افغانستان حکومت په وروستیو کې هندي چارواکو ته د یو شمېر وسلو او پوځي وسایلو لیست وسپاره.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د سږ کال په مې میاشت کې هم هند ته په دوه ورځني سفر تللی و.