تاند- ولسمشر حامد کرزی وايي چې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون په هغه صورت کې چې د افغانستان په شرایطو لاسلیک شي، د افغانستان په خیر دی.

کرزي دا خبره نن په ارګ کې له یو شمېر ځوانانو سره په کتنه کې وکړه.

دا په داسي حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ حامد کرزي ویلي و چې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو ته بېړه نه لري

ده دا هم وویل چې کېدای شي دا موافقه راتلونکی ولسمشر لاسلیک کړي.

خو له ارګ څخه نننۍ خپره شوې خبرپاڼه د ښاغلي کرزي له قوله وايي:«له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان د شرایطو او ګټو مطابق د امریکا او ناټو پوځیانو حضور د افغانستان په ګټه ګڼو.»

ښاغلي کرزي دا خبره د هیواد د بېلابېلو سیمو له شاوخوا پنځه زرو ځوانانو سره په کتنه کې وکړه. ده له امریکا سره د دفاعي او امنیتي موافقې، راتلونکو انتخاباتو او د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

کرزي وویل چې د امنیتي موافقې په اړه د نړۍ له ټولو هیوادونو سره، که هغه له امریکا سره ښې اړیکې لري او یا یې نه لري، په تماس کې دی. له چین او روسیې سره یې نه یوازې د دې موافقې بلکې د ستراتیژیک تړون په اړه هم خبرې کړي او د هغوی دریځ یې ورڅخه پوښتلی دی.

امنیتي موافقه امریکايي پوځیانو ته موقع ورکوي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې یو شمېر پوځیان او اډې ولري.

ده یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې خپل هیواد ته ورشي او د خپل هیواد خاوندان شي.

کرزي له ۲۰۱۴ وروسته د خلکو د اندېښنو په اړه وویل:« له ۲۰۱۴ وروسته هیڅ راز اندېښنې نشته. دا د بهرنیانو تبلیغات دي او غواړي په دې کار موږ مجبوره او محتاجه کړي.»

5 thoughts on “کرزی: زموږ په شرایطو امنیتي تړون د افغانستان په خیر دی”
  1. ښاغلی کرزی صیب دامریکایانو سره دتړون په لاسلیک کی خپل عظم اوځان کلک اوټینګ ونیسه، پام کوه داتیروتنه ونکړی ځکه په کوم هیواد کی چه خارجی عسکر پراته وی، په هغه هیواد کی نه امن وی، نه استقلال وی، اونه پرمختګ وی.

    پریږده چه مونږ خپل هیواد په خپله په پښو ودروو اوبله خبره داده چه ددغه خلکو (امریکایانو)په موجودیت کی هیواد ټوټه ټوټه کیږی، وګوره همدااوس څوکسه جنګسالاران په قومی اوژبنی اوحتی دملک په ویشلو خبری کوی، ځکه دویی وای چه اوس امریکایان موجود دی هرڅه کیږی.
    که څوک وای چه پاکستان اوایران به زمونږ په خاوره یرغل وکړی، نه هیڅکله پنجابیان اواخوندان دغه ډول جرآت نشی کولای، فقط اوفقط دغه خبری دامریکایانو په موجودیت کی امکان لری چه مونږدامریکایانو په موجودیت کی ولیدل چه دغه یرغلونه اوحملی به په کونړاونورو ولایاتوکیدلی، اوعلت یی داوه چه ددغه حملو ترشاه هم دامریکایانو لاس وه.

    بله داچه یولک امریکایی عسکرو امن رانه وستلو نواوس به په پنځوزرو څنګه امن راشی، خواصلی خبره داده چه خارجیان ووتل امن په خپله راځی ځکه دځوانمرګودجنت چینه، دروازه اوهوری هم ختمیږی.

    په اخرکی وایم دخدای په لیحاظ دغه تړون لاسلیک نکړی، امریکایانو ته ووایه کورموودان اوپه مخه موښه

    والسلام

    م.افغان

    1. منم دې

      ځنې هیوادوال د جاپان او کوریا مثال راوړي، او وايي چې دا هیوادونه امریکا جوړ کړل. خو دا غلطه خبره ده. جاپان او کوریا پخپله جاپانیانو او کوریایانو جوړ کړل.
      که امریکا د افغانستان په څیر غریب او په قومي او ژبني ټوټو ویشل شوی هیواد د جاپان یا کوریا په څیر جوړولی شي، بیا ولې فلپین پرمختګ نه کوي؟

      هو

      د امریکایانو شتون د اقلیتونو لپاره ښه تکیه ده. د امریکایانو یا هر خارجې ګټې د اقلیتونو په خوشحاله ساتلو کې نغښټې دي. ځکه اقلیتونه که په هره ټولنه کې وي بیغیرته وي او د اکثریت څخه د واک تر لاسه کولو پخاطر هره نامردي او بیغیرتي په ځان اخلي. دا د طبیعیت قانون او پیژندل شوی حقیقت دی

  2. د خبر د لیکونکي او لوستونکو لپاره

    په پښتو ژبه کې د شمیر د لیکنې لپاره یوه او کره لاره شتون نلري. ځنې یو ډول او ځنې بل ډول لیکي.
    زه پدې باور یم چې په دا لاندې ډول د شمیر لیکل غاط دي:
    1- د پوهنې ورازت 3 لکه او 70 زره ټوکه نوي کتابونه چاپ کړل
    2- د کندهار ولایت د ښونځیو څخه سږ کال 5 زره 4 سوه او دوه ویشت کسان ووتل.
    یا
    3- د کندهار ولایت څخه سږ کال 5000 پنځه زره او څلورسوه دوه ویشت کسان ووتل.
    4- په کابل کې شپږ ځانمرګو ځانونه الوزولي دي، 3 تنه ېې وژل شوي او دری نور ېې لا ژوندي دي

    د شمیر په سمه توګه لیکل:
    1- د پوهنې وزارت 370000 (دری لکه اویا زره) ټوکه نوي کتابونه چاپ کړل
    2- د کندهار ولایت د ښونځیو څخه سږ کال پنځه زره، څلور سوه او دوه ویشت کسان ووتل.
    یا
    3- د کندهار ولایت څخه سږ کال 5،422 کسان ووتل.
    4- په کابل کې شپږ ځانمرګو ځانونه الوزولي دي، دری تنه ېې وژل شوي او دری نور ېې لا ژوندي دي
    5- په کابل کې 6 ځانمرګو ځانونه الوزولي دي، 3 تنه ېې وژل شوي او 3 نور ېې لا ژوندي دي

    سرچینه:
    http://www.grammarbook.com/numbers/numbers.asp

    1. عجب ګل صاحب مننه چې له یوې مهمې ژبنۍ مسلې سره مو تماس نیولی دی. ژورنالستان ځیني وخت د ژبپوهنې اصول نه شي تطبیقولی. که په یوه خبر کې ولیکو ۷۷۹۹۰۰۰ د دې عدد د لوستلو لپاره د ورځپاڼې یا سایټ کتونکی باید اول ټول عددونه وشمېري چې ملیون ده او که ملیارد . د رادیو او تلویزیون ویاند خو یې بیخي نه شي لوستلی. خو که ولیکو (۷۷ ملیونه نهه لکه ۹ زره) اسانه لوستل کېږي.
      د رادیو، تلویزیون لپاره باید تر ۹۹۹ پورته شمېره په تورو ولیکل شي، لکه یوزرو اته سوه دېرش یا یوزرو ۸۳۰
      تاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *