تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو بیا پیلولو غوښتنه کړې خو وايي، طالبان له امریکا سره په معامله د افغانستان د واک واګي نه شي اخیستلای.
ښاغلي کرزي ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان او امریکا له لاسه ده او سوله هغه وخت راتللای شي چې امریکایان له افغانستان څخه ووځي.
کرزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، امریکا باید ژر تر ژره شفاف، واضح او د افغان سولې په تړاو رښتیني مذاکرات پیل کړي.
نوموړي پر طالبانو هم غږ کړی لکه څومره چې په مذاکراتو ټینګار کوي، همدومره ورته اړتیا ده چې افغاني مذاکرات پیل کړي: (( طالبان دې لومړی افغاني مذاکرات وکړي بیا دې په یو ملي قوت له بهرنیانوسره د خبرو مېز ته کېني، تر څو د هېواد ګټې تامین او افغانستان د واقعي سولې خاوند شي.))
نوموړي ویلي حکومت او طالبان دې د یو بل د وژلو په تبلیغاتو او اعلاناتو وشرمېږي، ځکه د ده په وینا دا کار د نورو د ګټو لپاره روان دی.
نوموړي ویلي د ټاکنو پروسه د خارجیانو تر سیوري لاندې ده او په افغانستان کې ازادې او خپلواکې ټاکنې په اوسنیو شرایطو کې ممکن نه دي.
نوموړي روسیې، ایران او چین ته د طالبانو وروستي سفرونه د دوی د مدبرانه سیاست برخه ګڼلې او وايي، امریکا د ملي وحدت حکومت مشرانو ته د سولې د هوکړې په ورښکاره کولو مګر نه ورسپارلو ثابته کړه چې دوی د یو دولت په حیث نه پېژني.
کرزی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې پر هغه قوي تورونه دي چې غواړي په افغانستان کې د مؤقت، انتقالي یا هر نوم باندې نوی حکومت تشکیلیږي، په راس کې یې باید حامد کرزی مشر وي.