ولسمشر کرزی

تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د اختر له لمانځه وروسته په وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې جګړه او د بېګناه خلکو وژنې بس کړي او د سولې په بهیر ورګډ شي.

حامد کرزي، چې د ارګ په جومات کې خبرې کولې، له افغان امنیتي ځواکونو څخه د سرشیندنو او د یاغیانو پرخلاف د مبارزې په خاطر مننه وکړه.

ده وویل چې ډېر امنیتي ځواکونه د سږکال په روژه کې د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل شوي خو نور باید تشدد پای ته ورسېږي.

د افغانستان ولسمشر دا هم وویل، طالبان د دې پر ځای چې په قطر کې دفتر پرانیزي، د نورو ګوندونو په شان دې په افغانستان کې پرانیزي.

کرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل:«طالبانو وروڼو بیا هم درته تکراروم چې د پردیو کټ تر نیمو شپو پوري وي، د پریدو توپک ستاسو پر اوږو اچول شوی او د افغانستان معصوم او بېګناه خلک پرې وژل کېږي، په خپل کور کې به په عزت یاست، هیڅکله به هم بې عزته نه شئ، دلته خاوندان یاست، په نورو وطنونو کې د پردیو تر لاس لاندې لاس پوڅي یاست.»

د افغانستان ولسمشر د خپلو څرګندونو په دوام کې وویل:که طالبان د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له خبرو سره یوځای شوي وای نو به د قطر په پروسه کې دومره نه بدنامه کیدل.

کرزي وویل، د قطرپروسه د بهرنیانو په لمسون یوه ناکامه پروسه وه.

«د قطر د دفتر د پرانستلو په ترڅ کې مو ولیدل چې خاوندان نه وئ بلکې مېلمانه وئ، داسي مېلمانه وئ چې عزت مو هم ونه شو، ومو لیدل کومه لوحه او بیرغ چې تاسو پورته کړي ول، په یوه شېبه کې پورته شول او په یوه شېبه کې بېرته کښته شول، که مو دا خبرې په خپله خاوره کې په خپل وطن افغانستان کې کړې وای، د نورو ګوندونو په شان مو په خپله خاوره کې دفتر لرلی د عزت او درناوي خاوندان به وئ. که مو بیرغ پورته کړی وای یا مو لوحه لګولې وای نه به کښته کېدل.»

د طالبانو مشر ملا عمر وړمه ورځ د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې په دې ټینګار وکړ چې تر هغو به په افغانستان کې جګړه بنده نه شي چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ویلي چې له طالبانو سره به د سولې خبرې په راتلونکو درو میاشتو کې پیل شي.

جېمز ډابینز ونه ویل چې له طالبانو سره به د سولې بهیر په کوم هیواد کې پیل شي. خو داسي ښکاري چې طالبان هم نور نه غواړي چې په قطر کې خبرې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده، چې له طالبانو سره تماس لري، وايي، د طالبانو په منځ کې په دې خبرې کېږي چې د سولې بهیر دې د افغانستان په هغو سیمو کې پیل شي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي.

3 thoughts on “کرزی: طالبان دې په افغانستان کې دننه دفتر پرانیزي”
  1. جناب کرزی صاحب فه فورته انزورکی وینم ستا فه سر هم دمچ دکیناستو زای نشته داسی دی سیاست ویشته توی کړی لکه مویبر مو چی فری استعمال کړی وی۰۰۰خو تول فشتانه فر دی در سخه خفه دی چی کوومو خلقو به فنچر مینی کووله هغه ستا مشاورین معا وینان او وزیران دی۰ موږبه اینده کی فنچر مینی فه چا نیسو محترم فهیم صاحب دتیلر دیر شه فنچر مین وه چی کله به ییفکول ورته کشیشود صرف ۵ دقیقو کی به یی تایر خلاص کړ۰او توله اتحادیه دفنچر مینانویی له زان سره بولی تول شار کی کرزو فنچر مین نشو فیدا کوولی۰ خدای ج دتاسو ته هدایت وکړیزموږ دهقانان هم وس دهقانی نکوی وای ریس اتحادیه دهقانین محترم خلیلی معاوین جمهوریت است۰ما میروم وظیفه در دولت میګیرم۰۰۰۰۰

  2. It’s surprising that Mr Karzai is asking Taliban to start the process of intra Afghan dialogue inside Afghanistan.How is it possible ? Who will guarantee the safety and security of Taliban delegates ? It means that Mr Karzai has decided to close the peace process for good and leave it for the next Afghan President to tackle.It is a vivid example of running away from one’s responsibilities and wasting precious time and resources of the poor Afghan nation.Please Mr President start the process and see whether it works or not.Don’t throw away the golden opportunity of winning peace for your battle weary nation.Remember Mr President that the ultimate beneficiary of the peace will be non other than the Afghan nation itself and history has placed a great responsibility on your shoulders.Do not lose this God given opportunity.Taliban after all are your own people and their willingness to talk to you and America is a chance for them to throw away their weapons ang bring an era of peace to your country which desperately needs such an era.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *