څومره ښه يې ويلي چې لمر په دوو ګوتو نه پټېږي.
کرزی غواړي د خپل واک په وروستۍ یوه میاشت کې پر خپلو دیارلس کلنو کرغېړنو کړنو پرده واچوي او ځان ملت ته یو خدمتګار او ملي شخص وښيي. کرزي په تېرو دیارلس کلونو کې د خپلو شخصي ګټو او بقا لپاره د ملي وحدت په نامه داسې کړنې ترسره کړې چې هېڅ افغان ته د هېرولو او بښلو وړ نه دي. د نوموړي دغه کړنې نه یوازې د ملي وحدت لپاره ګټورې نه دي بلکه د نفاق داسې تخم يې کرلی چې تر پېړیو يې د ريښو له منځه وړل ناشوني ښکاري. د بېلګې په توګه غواړم لاندينیو ټکو ته اشاره وکړم:
- له کوم ځانګړي معیار پرته له ولسوالۍ څخه ولایت ته د پنجشېر اړول. کله چې کومه ولسوالي په ولایت بدلېږي، دوه معیاره تر ټولو ضرور دي چې په پام کې ونیول شي؛ چې هغه نفوس او مساحت دی. د نفوس او مساحت کوم معیار چې د پنجشېر لپاره په پام کې نیول شوی باید د هېواد د ټولو ولسوالیو لپاره په پام کې نیول شوی وای. په هېواد کې تر سلو زیاتې داسې ولسوالۍ شته چې د نفوس او مساحت له پلوه له پنجشېر سره برابرې او یا هم لوړې دي چې هم يې نفوس او هم يې مساحت له پنجشېر څخه زیات دی چې په دې توګه کېدی شي تر سلو زیات نوي ولایتونه په هېواد کې رامنځ ته شي.
- د هېواد تر پنځوس سلنه زیات واک او قدرت د همدغې ولسوالۍ د جګړه مارو او قاتلینو په واک کې ورکول.
- د همدغې ولسوالۍ یوه عادي قومندان ته چې د بې ګناه خلکو په وژلو او کورنیو جګړو هم تورن دی، د ملي اتل لقب ورکول.
- د همدغې ولسوالۍ یوه بل بې سواده قومندان ته له کومې ځانګړې کارنامې پرته د مارشال لقب ورکول او د هېواد تر ټولو مهم نظامي پوهنتون د ده په نوم نومول .
- د همدغو جنګسالارانو په نوم د هېواد د مهمو پوهنتونونو، سړکونو، څلور لارو او ښووڼځیو نومول، په داسې حال چې د هېواد د بل هېڅ ملي، تاریخي، علمي او سیاسي شخص په نوم نه کوم سړک، نه کوم پوهنتون او نه کوم ښوونځي نومول شوی.
- د امریکا او نورو هېوادونو له خوا د بې ګناه افغانانو په وژلو، بمباریو، بې عزته کولو، زندان ته اچولو او داسې نورو باندې سترګې پټول. یوازې په لفظي ډول غبرګون ښودل، هغه هم په وروستیو کلونو کې.
- افغان دښمنه او اسلام دښمنه ګاونډیو هېوادونو ته په سیاسي، فرهنګي او اقتصادي برخه کې د لاسوهنې زمینه برابرول او د هغوی ملاتړ کول.
- د مخدره توکو قاچاق او اقتصادي مافیا ته وده ورکول او زمینه برابرول.
اوس کرزی غواړي پر خپلو ټولو پورتنیو کړنو پرده واچوي او د خپل واک په وروستیو شپو کې یو څو داسې کړنې وکړي چې ځان خلکو ته یو ملي او خدمتګار شخص ور وپېژني.
هغه کړنې چې کرزي په دې وروستیو ورځو کې د خلکو د غولولو په موخه کړې او غواړي په تاریخ کې ولیکل شي، په لاندې ډول دي.
- د ناټو په غونډه کې ګډون نه کول. غواړي خلکو ته داسې ښکاره کړي چې دی د امریکا او ناټو هېوادونو مخالف دی
- پر ځای يې، په شانګهای غوڼده کې ګډون کول. غواړي خلک په دې پوه کړي چې دا عمل يې هم د امریکې خلاف کړی.
- په کندهار کې د جامع جومات افتتاح کول، په داسې حال کې چې کار يې لا نیمګړی دی.
- ځینو علمي او فرهنګي اشخاصو ته مډالونه ورکول
او داسې نور….
بیا هم باید دا ووایم چې لمر په دوو ګوتو نه پټېږي
ګرانه دا هر څه تاریخ ثبتوی تاریخ نه هیڅ شی هم پټ نشی پاتی کیدی دا قضاوت به تاریخ ته پریږدو . رابه شو نوی ولسمشر ته الله پاک دی توفیق ورکړی چی دا کړیدلی اولس لدی بدبختیو راوباسی . غنی بابا سره همغږی شی او او تشویق یی کړی . که داځل مو بی غوری وکړه په دی پوه شی چی داسی لیدر به بیا و نه مومی ، ټولو افغانانو ته می دا پیام دی
مننه
ژمن وردګ نه پوهیږم چی نر یی که ښځه؟
ډیری ښایسته خبری دی کړیدی، خو هغه دغه ټول کارونه په هغه مملکت کی کیږی چی ټول کارونه یی د پخوا څخه سم وی، زموږ او ستاسو ملک خو کنډواله وو، چی ریس صاحب جمهور راغلی.
نن ریس صاحب جمهور وویل چی هر وخت چی به پاکستان ته ولاړم نو د ډیورنډ د کرښی غوښتنه یی راڅخه کول چی په رسمیت دی و پیژندل سی.
.د مرچو د قراره یی حساب کړه، چی په داسی سپین سترګی د یوملک ریس جمهور ته وایی چی زموږ لپاره دغه کار وکړه
او بل موږ د ریس جمهور پر څنګ نه یو دریدلی، که چیری موږ او تاسو کومک ورسره کړۍ وای پر څنګ یی د ورور په رقم دریدلای وای، نو معلومه خبره ده چی کرزی صاحب به هم زموږ لاس نیولی وای او زموږ په ورور ګلوۍ باندی به یی نورو ته فخر کولای.
دكرزي تاريخ به تاريخ دانان وليكي
اشرف غني به دكرزي د دور خيانتو نه لوخ او بر بند كري
Mr or Mrs zhaman,
Our pkhtoon aria in Afghanistan all Spouted & agents apposite of Mr Karzai keep (Gharor ) for killing of Afghan from begins 2001 to date,
Our Tajak brother completely support Mr Karzai Government, which work Karzai did for them that not enough for them the all of Tajak from Mazar,Herat,Tahar Kapisa Panchsheer etc that is stand for Karzai without them Karzai not able to keep his government for a week?
د غازی امان الله خان میډال و برتانیی ته ورکول، کار و اهلی کار ته نه سپارل چی دا دده شعار وو او داسی نور غټ خیانتونه !