تاند- ایراني چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن /یکشنبه/ ایران ته ورځي.
کرزی یوه ورځ وروسته له دې ایران ته سفر کوي چې د امریکا دفاع وزیر چک هېګل افغانستان ته راغی او د امنیتي موافقې پر سر د امریکا او افغانستان اختلاف لا هم حل شوی نه دی.
ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ښکاره د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې مخالفت کوي ځکه چې د دې موافقې په صورت کې امریکايي پوځیان اجازه ترلاسه کوي چې له ۲۰۱۴ وروسته تر لسو کلونو پوري د ایران پولو ته نژدې د دوو سیمو په شمول د افغانستان په یوولس برخو کې اډې ولري.
ایران د تېرې سې شنبې په ورځ یو وار بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون مخالفت وکړ، ویې ویل دا موافقه به د افغانستان په ګټه نه وي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان شیعه ګانو، چې ایران یې ځان ته نژدې بولي، په مشورتي لویه جرګه کې غوښتنه وکړه چې په بامیان ولایت کې دې هم امریکا اډه جوړه کړي.
د ایران مهر خبري اژانس ویلي چې د تهران په مهراباد هوايي ډګر کې به د ایران مرستیال ولسمشر محمد شریعتمداري حامد کرزي ته هرکلی ووايي او وروسته به د هرکلي رسمي مراسم د سعد اباد په ماڼۍ کې د ولسمشر حسن روحاني په ګډون ترسره شي.
دغه ایراني خبري اژانس ویلي چې کرزی به د تهران د سفر په ترڅ کې د ایران له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان او ایران د اړیکو د پراخیتا پر لارو چارو وږغېږي.
که څه هم چې تر اوسه خو مونږ د کرزي شرطونو ته هو ویل خو دا چې دی اوس د لویې جرګې له پرېکړې وروسته هم ایران ته ځي دا نو هسې چټي کار کوي. هغه داسې د نه سړي زامن دي چې هره مرداره او حلاله یې یاده ده. ده ته به غوړې وعدې ورکړي او له لارې به یې وباسي. ایران مې له سپي نه ډېر بد راځي.
وایی چی د غله په سر خلی وی. پداسی حال کی چی ایران د خپلو غلطو خارجی پالیسیو په نتیجه کی اوس په نړیواله سطحه کی انزوا او ګوښه شویدی او تر سختی اقتصادی محاصری لاندی دی، کوشش کوی چی ځانته نور ملګری هم پیدا کړی. له بلی خوا دوی د روسیی په ملاتړ ځان متکی کړی دی . مګر له دی خبر نه دی چی د پالمرستون په قول په نړیوالو اړیکو کی دایمی دوستان نشته ، بلکی دایمی ګټی مهمی دی. که روسیی ته له بلی خوا کوم شین څراغ روښانه شو ، بیا د ایران پروا هم نه لری اولکه صدام حسین یا معمرالقذافی چی په رڼه میدام پاته شول ، دوی به هم دا حال وی.
زمونږ ولسمشر ته نه ښایی چی د ایران په غلطو وعدو باور وکړی. که خپل کورنی او بین المللی پالیسی درسته وسنجوو ، د ایران ملاتړ ته هیڅ ضرورت نشته. ایران په افغانستان کی یو ووړ اقلیت حمایت کوی چی که د دولت کورني دریځ معلوم وی ، هغوی هم هیڅ خطر نشی پیښولی او د هغوی غورځی پرځی ډیر ژر مهار کیدلی شی. مونږ ته د ایران پر ځای نړیوال ملاتړ او اړیکی ډیری مهمی دی. افغانستان باید د ایران پر ځای د نورو مهمو او با نفوذو اسلامی هیوادونو سره ښی اړیکی ټینګی کړی. په اول قدم کی له باندنیو چارو وزارت نه د ایران جاسوسان له خپلو عهدو نه لری کړل شی او پر ځای یی افغانستان ته متعهد او مسلکی کارمندان وټاکل شی او د خپلو هیواد والو د بیرته راتګ شرایط آماده کړل شی. بریال
ولسمشر کرزي ایران ته ځی چې له روحانی نه د لاسلیک اجازه واخلی. دا د خندا ځای ده
زما په اند داد کرزی یو سیاست دی
غواری امریکا ترفشار لاندی راوی
اوس دچنو اولوبو میدان گرم دی
ترون امضا کوی خو هر یو به خپل دگتو
لپاره کارکوی
تاند.دايران پرځاي کرزي ته دجنوبی افريقادماندلادجنازي مراسم بهترکارونه دايران سفرماندلاکه څه غيرمسلمان ومګرترزروايرانی ايت لله ګانواوروحانيانودايران ټوله مخ تورن ملايان چه فتنه اوفسادونفاق ئئ کاردي دماندلاژوند دانسانانودپاره يودرس وُچه نور رهبران ئئ تعقيب کي ايران هروخت دافغانانو(بالخصوص دپښتون اوسني مذهب )دتباهي دپاره خپله رآيه ورکوي اوکرزی ته پکارده چه په ډيراحتاط قدم واخلي.
د ایران نه به اجازه اخلی د کڅوړو حق خو به ادا کوي..