تاند-  د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له نن /پنجشنبې/ څخه د هند څلور ورځنی سفر پیلوي.

ښاغلی کرزی به د دې سفر په لړ کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره له هندي چارواکو د وسلو غوښتنه وکړي.

دی به د صدراعظم من موهن سینګ په شمول له جګپوړو هندي چارواکو سره وویني او تمه کېږي چې له هغو به وغواړي چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د پراخې همکارۍ هڅه وکړي.

د افغانستان ولسمشر له یوې مودې راهیسي له هند څخه د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د وسلو او نورو وسایلو مرسته غواړي او هندي چارواکي د افغانستان پر غوښتنو د غور په حال کې دي.

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې هند ته د ولسمشر حامد کرزي څوارلسم سفر دی او په وروستي یوه کال کې درېم.

خو ښاغلی کرزی دا سفر په داسي وخت کوي چې د ناټو پوځیان له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي، د کرزي په ځای د بل ولسمشر د غوره کولو لپاره انتخابات نژدې دي او له امریکا سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو په خاطر د افغانستان او امریکا اړیکې په سړېدو ښکاري.

هند تراوسه پوري له افغانستان سره د څه باندې دوو ملیارد ډالرو مرسته کړې ده او په زرګونو افغان محصلانو ته یې سکالرشیپونه ورکړي دي.

همداراز له ۲۰۰۳ څخه را په دې خوا په تېرو لسو کلونو کې په هند کې ۱۴۰۰ افغان پوځي افسران روزل شوي دي. او اوس نژدې ۳۵۰ نور افغان افسران د هند په اکاډیمیو کې روزنه کوي.

په هند کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي په وینا ولسمشر کرزی به هندي مشرانو ته د افغانستان د روانو حالاتو، په تېره بیا د سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړي او دا به هم ورته ووايي چې په راتلونکې کې په افغانستان کې څه پېښېدونکي دي.

ښاغلي ابدالي وویل:«ولسمشر کرزی د تاریخ په یوه خورا حساس پړاو کې هند ته راځي چې هندي چارواکي د افغانستان له روانو حالاتو خبر کړي، د مځکې د سر له حقیقتونو او د راتلونکي په اړه معلومات ورکړي او د اوس وخت او له ۲۰۱۴ وروسته اړیکو په اړه ورسره وږغېږي.»

کرزی به د جمعې په ورځ /دسمبر۱۳مه/ د هند له صدراعظم من موهن سینګ سره وویني.

افغان ولسمشر به د هند د دې سفر په ترڅ کې په ډیلي کې د هند پارلمان ته وینا وکړي او پونا ته به لاړ شي، هلته به پوهنتون ته لیکچر وکړي.

دی به د پونا په تعلیمي انستیتیوت کې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو څه باندې اووه سوه محصلانو ته په دې موضوع لیکچر واوروي چې په تعلیم څرنګه راتلونکې ژغورل کېدای شي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی کرزی د دې سفر په لړ کې له هندي سوداګرو او پانګوالو سره هم وږغېږي.

ده د سږکال په مې میاشت کې هم د هند د سوداګري او صنایعو د خونو له غړیو سره کتلي او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *