تاند، شنبه، د اسد۱۲مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازي تدامیچي یاموموتو سره لیدنه کې نوموړي ته ویلي چې د افغانستان په تړاو د ټرمپ له سپکاوي ډکو څرګندونو په اړه دې د افغانانو اندېښنه ملګرو ملتونو ته ورسوی.

 کرزي ، یاماموتو سره لیدنه کې د افغانستان په اړه د ټرمپ د دې خبرې د تکرار غندنه کړې چې ګواکې بیا هم وایم افغان جګړه په دوه، درې یاڅلورو ورځوکې ګټلی شم خو نه غواړم هلته لس میلیونه انسانان ووژنم.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان سولې په تړاو هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې حامد کرزي په دې وروستیو کې د سولې هڅې د امریکا او پاکستان په لاس کې بللي او زیاته کړې یې ده چې ډارېږي پر افغان سوله یو وار بیا معامله ونه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *