کرزی او ستانکزی

تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۰مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د د امریکا د ولسمشرۍ نوماند جوبایډن وروستۍ څرګندونې د افغانستان په اړه غیر واقعي او غیر مسوولانه وبللې..

جوبایډن ویلي افغانان به هیڅکله یو موټی او افغانستان به یو هېواد او ملت نه شي خو حامد کرزی وایي، په افغانستان کې د افغانانو اتحاد او یووالي ته د زیان رسولو ډیرې هڅې شوې دي.

د کرزي په خبره افغانستان یو لرغونی او ویاړلی هیواد دی چې په تاریخي ډول د بهرني اشغال او د اشغال د هڅو پروړاندې د بشپړ یووالي سره د متحد ملت په توګه ولاړ دی او لوی قدرتونه یې مات کړي دي.

د کرزي له دفتره تاند ته په استولې خبرپاڼه کې د هغه له قوله راغلي چې د افغانستان خلک به متحده ایالاتو ته اجازه ورنکړي چې د افغانانو د ځواکمن او متحد ملت تر سوال لاندې راولي او په سیمه د خپلې سلطې د ساتلو لویې موخې ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې نن ګڼو افغان حکومتي چارواکو د جوبایډن په څرګندونو نیوکې کړې وې.

2 thoughts on “کرزی هم د جوبایډن هغو څرګندونو قهرولی چې وایي افغانان به هیڅکله یو ملت نه شي”
  1. د کرذی صاخب د پام وړ۰
    د امریکا د دیموکرات پارټی مخکش کاندید څرګندونی په حقیقت کی افغانانو او خصوص جناب تا ته پیغور او شرم اور دی۰ وایی چه افغانان بی اتفاقه ملت او د وخدت لیډرتوب اخساس نه لری۰
    ډاکټر صاخب اشرف غنی د افغانستان قانونی ریس جمهور دی د وطن د ابادی لپاره یی مثبت پروګرامونه تر کار لاندی نیولی دی۰ مګر تا د یو تعداد غلو او خاینو کړیو سره لاس یو کړی دی۰په ډیره سپین سترګی سره دی موازی حکومت جوړ کړی دی۰
    په مسکو ایران چین او د طالیبانو سره پټی اړیکی یی لنډ مثالونه دی۰که رشتیا ته یو قندهاری پشتون یی۰ لازم وو چه د وطن ملی ګټو ته په پام کی نیولو سره دی د ډاکتر صاخب اشرف غنی ملا تړ کړای وای۰
    وایی زما ګناه نده ګناه ده د ستا خپله کاڼی راواخله جانانه زان پری وله
    نو لاذم ده چه جو بایدن وایی افغانان واخد حکومت نشی جوړولای
    په افغانانو کی د ملی وخدت په هیله

  2. دا کرزی او ملګرو لپاره د شرم خبره ده دوی د څوکۍ لپاره پدې هغې منډ ترلړې وهي دوی باید دولت سره سالم رقابت وکړی نه منفی دوی ترڅو په راتلونکی کې د بهرنیانو د خندا نشو دوی د ملت په غم کې نه دی یواڅې د کرځې په تالاش کې دی باید دوی سره یوځای یو پیاوړی نظام جوړ کړی هیواد ته راولی او بیا د انتخاباتو له لاری چوکی ترلاسه کړی نو ټول افغانان به هم پردوی اعتماد او باوری شی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *