تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ۶۵ بندیانو، چې امریکا یې خطرناک طالبان بولي، له خوشي کولو وروسته نن وویل، امریکا باید د افغانستان قضايي سیستم او چارواکو ته درناوی وکړي.
ښاغلي کرزي، نن په انقره کې خبریالانو ته وویل:«افغانستان خپلواک او د ملي حاکمیت خاوند هیواد دی. که د افغانستان عدلي او قضايي چارواکي پرېکړه کوي چې بندیان خوشي کړي، له امریکا سره هیڅ ارتباط نه لري او باید امریکا یې په اړه هیڅ راز اندېښنه ونه لري.»
افغان ولسمشر همداراز وویل چې هیله لري، د امریکا متحد ایالتونه به د افغانستان قضا او د هغې د کار پر شیوې د خپلې خوښې له تپلو لاس واخلي.
د افغانستان د حکومت له لوري د ۶۵ بندیانو خلاصون، چې امریکا د افغانانو، امریکایانو او ملکیانو وژونکي او خطرناک تروریستان بلل، د امریکا او د افغانستان د حکومت ترمنځ ترینګلې اړیکې لا ترینګلې کړې.
د امریکا پوځ او د کانګریس ځینو غړیو د افغانستان له ولسمشره غوښتي و چې دا کسان خوشي نه کړي ځکه چې د دوی په وینا دا کسان خطرناک بم جوړوونکي او ترهګر دي.
خو کرزي بګرام د طالب جوړولو فابریکه بللې او ویلي یې دي چې په دې زندان کې بېګناه خلک دومره ځورول شوي چې هغوی یې له خپل هیواده کرکې ته اړ ایستلي دي.
ځیني کارپوهان وايي، کرزی هیله لري چې د دغو بندیانو خلاصون به له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو سبب شي خو طالبانو تراوسه پوري د کرزي له لوري د سلګونو بندیانو له خلاصون سره سره داسي هیڅ نښه نه ده ښودلې چې سولې ته د دوی لېوالتیا وښيي.
د افغانستان ولسمشر په انقره کې د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل او د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره له غونډې وروسته خبریالانو ته د بګرام محبس په اړه وویل:« دا محبس له ۲۰۰۷ څخه تراوسه پوري د کابل او واشنګټن ترمنځ یوه دوامداره لانجمنه مسله وه ځکه چې د امریکا متحدایالتونه د دغه بند بندیان جنګي بندیان او د افغانستان د قضايي چارواکو له اختیاره لېري بولي.»
ده په همدې اړه د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«زما حکومت له هماغه وخته (۲۰۰۷) هڅه کوي چې دا محبس د امریکا له کنټروله وباسي او هغه د افغانستان د حکومت تر قوانینو او د افغانستان تر حاکمیت لاندې راولي.»
رویټرز خبري اژانس وايي، په هغې ویدیو کې، چې د افغانستان دفاع وزارت ورک��ې ده، ۶۵ بندیان لیدل کېږي چې له خپلو بسترو، جاکټونو او کمپلو سره له افغان پوځي چارواکو سره په لاس خدای پاماني کوي او له محبسه رخصت اخلي.