تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو ته بېړه نه لري.

کرزي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پرسر خبرې پیل شوي دي.

د باندنیو چارو وزارت ویندوی جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل:«د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې له امریکايي پلاوي سره د کابل- واشنګټن د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړي.»

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور د کرزي وروستۍ څرګندونې به د امنیتي تړون د نهايي کېدو په اړه د واشنګټن هیلي یو وار بیا په نهیلۍ بدلې کړي.

ولسمشر کرزي نن په کابل کې د ځوانانو یوه کنفرانس ته وویل: کېدای شي دا موافقه راتلونکی ولسمشر لاسلیک کړي.

امنیتي موافقه امریکايي پوځیانو ته موقع ورکوي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې یو شمېر پوځیان او اډې ولري.

دا لومړی ځل نه دی چې کرزی د امنیتي تړون په باب وايي چې دی ورته بېړه نه لري تر دې مخکې یې هم ویلي و چې کېدای شي بل ولسمشر له امریکا سره معامله وکړي.

پرون د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز ویلي و چې واشنګټن هیله من دی چې د واشنګټن – کابل امنیتي تړون به ژر لاسلیک شي.

تر ډابینز مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي و چې د امریکا او افغانستان امنیتي تړون به د اکتوبر تر میاشتې نهايی او لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *