تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي چې دواړه کاندیدان به ژر په خپل منځ کې اختلافات حل کړي او د ملي وحدت حکومت به جوړ کړي.
د ارګ د یوې خبرپاڼې له مخې کرزي وویل چې دواړه کاندیدان به په یوه یا دوو ورځو کې نهايي موافقې ته ورسېږي. د ده په وینا د دواړو کاندیدانو تر منځ د همکاري موجوده ده.
ښاغلي کرزي دا خبره وروسته له دې وکړه چې له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره یې ولیدل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې اختلافات حل کړي او د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.
ولسمشر کرزي په دې اړه نن د افغانستان د عالمانو شورا ته خبرې وکړې.
د عالمانو شورا هم په یوه اعلامیه کې له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې خپل اختلافات د خبرو او مفاهمې له لارې حل او ژر د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.