تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته په تېرو دیارلس کلونو جګړه پر افغانستان تپل شوې ده.

کرزي، چې نن یې ولسي جرګې ته وینا کوله، همداراز وویل چې  د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه، چې اوس د هیواد د ۹۳ فیصده خاورې ساتنه کوي، د سږ کال په پای کې د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته د ټول هیواد د امنیتي چارو د مسوولیت منلو ته تیار دي.

ده په دې تاکید وکاوه چې له امریکا سره به تر هغو امنیتي موافقه لاسلیک نه کړي څو امریکا لومړی افغانستان ته سوله نه وي راوړې.

کرزی شک لري چې امریکا قصداً نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي. د ده په باور امریکا په سیمه کې د پاتې کېدو لپاره جګړه په لوی لاس اوږدوي.

ده ولسي جرګې ته په وینا کې له بهرنیانو وغوښتل چې د افغانستان په انتخاباتو کې لاس ونه وهي او د کوم کاندید ملاتړ ونه کړي خو د جرګې له تالاره وکیلانو پرې ږغ کړل چې مداخله حکومت کوي او حکومت دې هم په انتخاباتو کې له لاس وهلو ډډه وکړي. کرزي بې له دې چې د وکیلانو ادعا رد کړي په ځواب کې وویل چې د حکومت غړي د بېلابېلو کاندیدانو ملاتړ کوي.

په ګڼو ځایونو کې لیدل شوي چې دولتي امکانات د یوه ځانګړي کاندید، چې ارګ رامخکې کړی دی، په ګټه کارول کېږي. پرون تاند د پکتیا د ښاروالۍ د موټر عکس خپور کړ چې د یوه کاندید د عکسونو او لوحو د وړلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ولسي جرګې ته په خپله وینا کې د اساسي قانون د تعدیل غوښتنه وکړه.

کرزی دا خبره په داسي وخت کې کوي چې د واک قانوني دورې ته یې تر یوې میاشتې لږ وخت پاتې دی او اوازې دي چې کرزی هڅه کوي د زلمي رسول په ګټه د عبدالله عبدالله ملاتړ ترلاسه کړي.

په اساسي قانون کې بدلون غوښتنه لومړی پلا عبدالله عبدالله کړې وه.

3 thoughts on “کرزی وايي چارواکي د بېلابېلو کاندیدانو ملاتړ کوي”
  1. په کابل کې ااوازه ده چې کرزی د زلمی رسول له کامیابۍ څخه ناامېده شوی دی او اوس غواړي زلمی رسول له عبدالله سره ملګری کړي خو عبدالله ورته د قانون د بدلېدو او ځینې نور شرطونه ایښي دي. دغه اوازه نن د کرزي په خبرو کې یو څه تایید شوه ځکه په لومړي ځل د قانون د بدلېدو د ضرروت خبره هم وکړه.

  2. ياره څوک نشته چې ورته ووايي نور مو پريږده کرزيه هيواد خو په دغه حال شو
    که يي نه پريږدي ، د لوی احمدزي کاروان مخه هيڅوک هم نه شي نيولای
    چې هر څه وکړی دا وار د احمدزی ده

  3. President Karzai’s speaches and performances are nothing than Acting. He is an actor.

    We need to know the director of a movie that is more important than the actor for succeeding a movie because the actor does what the director says.

    Karzai with the strong back from his Director has involved the country in very big and serious problems from what the country will suffer for tens coming years.

    The only thing he didn’t do badly is he has not changed the system into Shahi or royalty, now if he supports a single candidate it may affect this part negatively too.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *