تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د مذاکراتو د بیا پيل هرکلی کړی او له ټولو افغان مذاکره کوونکو یې غوښتي چې له امریکا سره په خبرو اترو کې دې دقیق او متوجه اوسي.
د حامد کرزي له دفتره نن یکشنبه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هیله مندي ښودل شوې چې دا ځل مذاکرات د جګړې او تاوتریخوالي په پای تمام شي.
حامد کرزي ټینګار کړی چې سوله د افغانانو حق دی او دی له همدې کبله د سولې د پروسې ملاتړ کوي، خو له امریکا سره د مذاکره کوونکو ټولو لوریو څخه غواړي چې د سولې په خبرو کې دې له خورا دقت او هوش څخه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرې تېره ورځ په قطر کې پیل شوې وې او نن هم روانې دي چې په اړه یې ولسمشرۍ ماڼۍ تاند ته وویل، دا ځل به له طالبانو سره هره هوکړه د افغان حکومت په سلا مشوره او همغږۍ ترسره کېږي.
په همدې حال کې په حامد کرزي تور دی چې د سولې په پروسه کې ټوله لوبه د ځان په ګټه راڅرخول او د مؤقت حکومت د چتر په رامنځته کولو سره ځان واک ته رسول غواړي.