تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي نن /سې شنبه/ وویل، کله چې ولسمشر و پاکستان ورڅخه د اړیکو د ښه کېدو په وړاندې د ډیورند کرښې د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوله.
ښاغلي کرزي، چې په نوي ډیلي کې د ریسانه دیالوګ په نوم کنفرانس کې د ګډون لپاره هند ته تللی دی، پاکستان ته د خپلو سفرونو یادونه وکړه، ویې ویل:« د ولسمشرۍ په دوره کې مې پاکستان ته تر ۲۰ ځلي زیات سفرونه وکړل چې په ډېره لېوالتیا او صداقت خپلمنځي اندېښنې مطرح او په خپل منځ کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ښه کېدو لپاره کوټلي ګامونه واخلو.»
ده همداراز وویل، د پاکستان له نظره له افغانستان سره دوستانه او سوله ییزې اړیکې د دیورند کرښې له رسمیت پېژندلو سره مشروطې وې.»
تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف هم وویل چې پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په موده کې درې ځلې د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه خو طالبانو ونه منله.
پاکستان د طالبانو د واکمنۍ په مهال ۳ ځلې د دیورند د رسمیت پېژندلو هڅه وکړه
پنجاب به دغه ارمان له ځانه سره ګور ته یوسي
کرزی صاحب که چیرې په ريښتني توکه ددغه ځوردلي ملت په غم کې وای نو په خپله دوره که به يې داخبرې له ملت سره شریک کړې وای. د امریکایانو په اوږو راولی شوی کرزي دومره صلاحیت هم نه درلود ترڅو خپله ساه د امریکایانو له اجازې پرته واخلي پاتې شوې لویې خبرې لکه د ډیورند کرښه او داسې نورې. په دری ژبه کې یو ډیر عام متل دی چې وایي بعد از ــــــ زدن:، چهارزانو نشستن. نو اوس دې کرزي صاحب بې څایه غورې نه وهي دده زور هم افغان ملت ته معلوم شوی دی. اوس غواړي په دې ډول خبرو ملت ته څان پاک او په وطن مین سړی څرګنډ کړي. آزموده را آزمودن خطا است کرزی صاحب!
Till when will this old line divide ethnicities and nations? This line should be mutually discussed. Afghanstan should let go of some of the territory for it. Pakistan as well should accept the reality and give those areas inhabited by majority Pashtuns to Afghanistan. This will bring lasting regional peace and economical prosperty. Gawader should be a trilateraly controlled free port.
1) the acceptance of the existence of Pakistan is vital for the stability of Afghanistan
2) the acceptance of the existence of Pashtunistan (only) is also vital for the stability of Pakistan
جناب کرزی صیب هیڅ افغان او بیا پښتون نه غواړي چې ډېورنډ کرښه دې پاکستان ته وبښل شي خو ستا له دې خبرو اوس د کمپاین بوی ځي ته به غواړې په دې خبرو بیا دا ساده پښتانه وغولوي خو قسم کووم تا چې کومه جفا له پښتون قوم سره کړې بچې سقو هم نه و ه کړې ځکه سقاو خو په زغرده ویل چې غواړم پر پښتنو حکومت وکړم او ویې ځپم خو تا د پښتون په نامه د پښتنو پر عزت او شرف داسې معاملې وکړې چې تاریخ یې ساری نه لري.
بس دومره وایم خدایه د پښتنو پرضد روان ناورین نوره ختم کړه او ربه د پښتنو په منځ کې بیا داسې بچې را لوی مه کړې
ببرک ، درویش صيب کور دې ودان ، د افغانستان ټولې ناخوالې د هغې مافيا له لاسه دي چاته چې کرزي وده ورکړه او اوس ېې مهارول غير دخدای دلوی قهر څخه ګران دي