تاند، چهار شنبه، د جدي ۱۸مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي په ایران کې یوې ناستې ته په وینا کې ویلي په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د نړیواله اجماع له منځه تللې او اوس داعش ترهګرې ډلې سر راپورته کړی دی.

حامد کرزی تېره ورځ ایران ته رسېدلی چې د ایران په کوربه توب ( د ایران د خبرو ډیالوګ)) یوه سیمه ییزه غونډه کې ګډون وکړي، خو تر دې وړاندې یې یوه تحلیلي ناسته کې ویلي، په افغانستان کې د نړیوالو اجماع له منځه تللې ده.

په داسې حال کې چې افغان حکومت په افغانستان کې د زرګونه داعشیانو په تسلیمېدو د دغې ډلې د ماتې خبر ورکړی دی، خو حامد کرزي بیا په ایران کې اندېښنه ښودلې چې داعش ورځ تر بلې په افغانستان کې د ودې په حال کې دی.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د نړیوالو اجماع له منځه تللې او اوس باید افغانان راپورته شي او د خپل هیواد امنیت ټینګ کړي.

حامد کرزي تر دغې ناستې وړاندې د ایران د باندنیو چارو له وزیر سره هم په تهران کې کتلي او د قاسم سلیماني د وژل کېدو خواشیني یې ورسره کړې ده.

One thought on “کرزی په ایران کې: افغانستان کې نړیواله اجماع ماته او داعش د ودې په حال کې دی”
  1. کرزی به خاطر خودخواهی ، منافع شخصی و شهرت ونام طلبی همیشه در سطح ملی ، منطقوی و بین المللی منافغ ملی وقارو حیثیت نظام و ملت افغانستان را نادیده گرفته عمل و عکس العمل مینماید . بهتر بود که با هماهنگی و همسویی با رهبری نظام و دولت فعلی افغانستان برای تقویه نظام و دولت جمهوری اسلامی افغانستان کار میکرد . کرزی متآسفانه اشتباه میکند که آگاهی بلند ملت افغانستان نظر به 40 سال قبل نادیده میگیرد و خود را با اتخاذ موقف معیوب و ناقص خود به دنبال خودخواهی و منافع شخص که ذکر شد دربین ملت افغانستان بیش از پیش به تجرید مواجه ساخته است .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *