عبدالجمیل ممتاز

کرزی ښه سړی و، والله چې ارمان یې وکړئ، ډیر کارونه یې وکړل، د ده غوندې بل ولسمشر به رانشي او …..

اوس همدا خبرې د خلکو د ژبو پر سرونو اوړي راوړي.

آخر ولې زموږ په منځ کې دغه ذهنیت اوس هم بې ساري دی؟ چې یو څوک حاضر وي، نو همغه وخت یې نه د غندلو او نه د ستایلو څوک وي، خو چې غایب شو یا له صحنې نه بهر شو، بیا یې نو تقدیر او توصیف ته هېڅ مکان او زمان نه ګوري. دا هم زموږ د هغه فرهنګ یوه برخه ده، چې سړی ژوندی وي، د هیچا په یاد نه وي، خو چې مړ شو، بیا یې په توصیف باندې نه ستړيا نه احساسوي.

ویل کیږي، چې حامد کرزی ډیر ښه ولسمشر و او ښه سیاست یې وکړ. راځو همدې موضوع ته چې آیا په رښتیا هم د هغه سیاست د هېواد په ګټه و او که نه؟ آیا په رښتیا هم ښه ولسمشر و که هسې یې لوټه په اوبو کې ایښودله او د تېرېدو لپاره یې خلک ډاډه کول؟

جزیاتو ته له سره اشاره هم نه کوم، په ټولیز ډول ټول بهیر په یوه موضوع کې رانغاړم او د تحلیل لپاره یې هیلمن یم، چې د لوستلو پر وخت لږ غور ورباندې وشي.

کرزي دیارلس کاله په افغانستان کې ولسمشري وکړه، یوازې په کال کې یوه ښېګڼه او یوه بد ګڼه یې د مثال په توګه که حساب کړو، نو دیارلس ښېګڼې او دیارلس بدګڼې یې کیږي. څوک شته چې ووايي: ملت د حامد کرزي د دیارلسو ښو پرېکړو او کړونو ملاتړ وکړ او له هغه نه یې په علني ډول مننه وکړه؟ یا هم د هغه د دیارلسو بدو پرېکړو د مخنیوي لپاره یې اعتراضونه وکړل، د هغه پر وړاندې ودرېدل او هغه یې ورته پرې نښود؟ یا که داسې ووایوو، چې که ښاغلي کرزي په کال کې یوه بنسټیزه، قانوني او د ولس د غوښتنو مطابق یوه پریکړه عملي کولی او ورسره یې په کال کې یو فاسد، غاصب، قاتل او ……. باندې قانون تطبیقولی، آیا اوس به یې موږ یوه نمونه نه درلودی؟

فکر نه کوم دا ځواب څوک په صادقانه ډول وړاندې کړی شي. ځکه چې په منځ کې هېڅ رښتیاني څه شتون نه درلود. هر څه سره ګډوډ ول، هر تصمیم د معاملو په اساس نیول کېده، هر اقدام د عامه ګټو پر ځای د ځینو خاصو ګټو په خاطر کېده، د باور فضا تر ډیره حده ګډه وډه شوې وه، له یوې خوا دولت داسې نه ګڼله، چې ګواکې وجود یې له مخامخ ملت څخه شوی دی او له بلې خوا ملت هم داسې بې غوري او مایوسي ښودله، لکه له منځه یې چې هېڅ هغه دولت نه وي تشکیل شوی.

نو دا هر څه د چا له برکته؟

آیا د همدغه جناب کرزي له برکته نه دي!

تاریخ خو پټ نه پاتې کیږي، هر څه به که خدای کول روښانه کړي. کرزی د خبرو او ویناوو ځیرک او د عمل غټ درواغجن انسان و، هره خبره یې هغه د چا خبره د تیږې نقش وه، هر ځل یې واقعیتونه په ګوته کول، د فساد جرړې یې خلکو ته ورښودلې، د زمکو غاصبان يې ښه پېژندل او ډیر نور حقایق یې بیانول. خو چېرې دي! یو مثال خو دې وړاندې شي، چې هغه ښاغلي له خپل واک او ځواک څخه په استفاده، د دغو ناخوالو پر وړاندې قانون تطبیق کړی وي؟

ولې ځانونه تېر باسو! دا کوم کارونه چې تر اوسه شوي، آیا دا هم نه وای شوي؟ کوم نسبي پرمختګونه چې په مختلفو برخو کې تر سترګو کیږي، آیا دا ټول د جناب کرزي یا د هغه د دولت لخوا رامنځته شوي یا که زیاتره یې د شخصي پانګونو له برکته دغه بدلون تر سترګو کیږي؟

کیدی شي څوک دا خبره وکړي، چې دا هر څه د همده په دوره کې شوي دي، نو د قدردانۍ امتیاز یې د همده کیږي. خو دا به د ظلم سربېره بل ظلم وي، که دومره هم نه وای شوي، بیا نو د ملیاردونو ډالرو د راتګ لاره له ډېره مخکې نه بندېدله.

راته په غوصه نشئ! ما ته خو د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو کمزوری او بې دریځه ولسمشر حامد کرزی ښکاره شو. سمه ده چې ځیني خلک به راسره همغږي نه وي، خو ماته یې د ښه ولسمشر منل معقول نه بریښي.

وګورئ! دغه ښاغلی د کوم انقلاب په نتیجه کې د کابل ارګ ته نه دی ننوتلی او نه یې هم د دغو ښېګڼو د لاسته راوړلو په موخه کومه ټاکلې مبارزه کړې ده. دا هر څه چې وشول، هغه د ده د خپل بخت یاري وه. د څو محدودو کړیو لخوا غوره شو او همغه و چې پر تخت یې کښېناوه. ګنې تر ده غټ غټ برېتور او ږیرور ارمانجن د ارګ په تمه زاړه شول، خو لا هم په لاس هېڅ نه دي ورغلي.

په کار نه ده چې جزیاتو پسې قلم وغځوم، هر څه بربنډ دي، که داسې ووایو، چې جناب کرزي په ارګ کې ښه پاچاهي وکړه، بیا هم کومه نوې خبره نه ده، تر ده مخکې هم همداسې شوي، دلته زیاترو د هېواد پر ځای ارګ ښه ساتلی دی، چې دا بیخي یو معمول ګرځېدلی. خو که څوک دا خبره کوي چې (کرزي په ډېرو سختو شرایطو کې داسې پاچاهي وکړه، چې بلاخره یې خپل سر روغ ځنې وویست)، بالکل پر ځای ده. ان په دې خبره کې د بریالیتوب مډال هم ورکولی شي، ځکه د پاچا وژنې کلتور ته خو یې اجازه ورنکړه، چې نوره دا لړۍ اوږده شي.

اما ولې چا وژلی وای؟ کله چې یو څوک ښه او بد په شعوري ډول نه سره بېلوي، فاسد ویني او هغه ته سزا نه ورکوي، ګناهکار جرم کوي او هغه لا هم سرې سترګې ګرځي او…… نو په دغسې حالت کې کله دښمن رامنځته کیږي، کله چې د د ښمن خطر نه وي، نو خامخا د سړي د وژلو خطر هم نه لیدل کیږي.

ښاغلی کرزی چې په روغه کوپړۍ له ارګه وځي، دا ټول د هغه د ځان په هکله د هوښیارۍ له برکته ده. همېشه یې هڅه کړې چې له ځانه ټول خوشحاله وساتي، ان که د هېواد ارزښتونو ته صدمه هم رسېدله، که د ولسمشرۍ حیثیت ته سپکاوی هم کېده او که د ملت حق سره جفا هم کېدله، خو چې د ده ژوند ته خطر نه مخامخ کېده، بس.

د ښه انسان تعریف خو دا نشي کیدی، چې هم باید ښه خلک له هغه نه خوشحاله وي او هم بد. دا په هېڅ ډول منطق نه برابریږي.

هغوی چې د دیارلسو کالو په لړ کې یې د کرزي د واک او ځواک په ډاډ مزې چړچې وکړې، په دیارلس سوه کالو کې یې هم نشوی کولی، نو هغوی خو به خود ترې خوشحاله وي، توصیف به یې کوي او د هغه د ارمان کولو انګېزه به خپروي. خو زه حیران هغې محرومې او خوارې برخې ته یم، چې نه یې څه خوړلي او نه یې څه څښلي، بیا هم په یوه ساه لګیا دي، شکرونه باسي.

4 thoughts on “کرزی په روغه کوپړۍ له ارګه وځي/ عبدالجمیل ممتاز”
  1. یره د زړه سره د مور شیدی د شه ددی ته وایی رشتنی لیکوال ددی ته وایی لیکنه زما تنده ماته شوه ، کرزی خپل ضعف د ملی وحدت تر نامه لاند پټوی-هفه خلک چه د کرزی صفت کوی هغه یا د کرزی والیان دی یا یی د خپل قوم او قبیلی مربوط دی – ستا لیکنه په حقایقو ولاړه ده ، همده غسی دوام ورکړه که څوک خپه کیژی که خوشاله کیژی- مننه کور د ودان

  2. شه لیکنه ده، بلی همداسی وه لوی څارنوال شاغلی (ثابت) په کراتو ویلی چه کرزی په شرمونو وشرمولم، او هم یی دزورواکوخلکو سره په جگړه اخته کړم، داځکه کله چه کرزی مقررکړم راته یی وویل چه تول فسادیان او جنایت کاران دمحاکمی میز ته راکش کړه, مگر کله چه می په عمل کی دا کار شروع کړه، کرزی به په غیر مستقیم ډول په لوړ پولو چارواکو تهدیدولم او هم به یی حلکو ته ویل چه تابت لیونی دی.

    بله داچه دشجاعی په نوم یوه هزاره د۱۸۷ څخه ډیر بی گناه پشتانه دطالب په نوم دتیغه تیر کړل او کرزی اونورو چارواکو به یی ویل چه نن یی نیسو او سبا یی نیسو مگر تروسه شجاعی ظالم سپینی سترگی گرځی.

    لنډه داچه کرزی به ځکه په روغه کوپړۍ له ارګه وځي چه دلویی جرگی خیمی ته به هم په هلیکوفتر کی تللو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *