تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن سهار د چین په څلور ورځني رسمي سفر دغه هیواد ته روان شو.
د ولسمشر کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې یو جګپوړی پلاوی ملګری دی.
د افغانستان ولسمشر به د چین د سفر په لړ کې د دغه هیواد له ولسمشر شي ژین پینګ، صدراعظم لي کیکیانګ او نورو جګپوړو چارواکو سره وویني.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم د دواړو هیوادونو مشران به د سیاسي، پوځي، اقتصادي او کلتوري اړیکو او دغه راز د سیمې د حالاتو په اړه خبرې وکړي.
ښاغلی کرزی به د دې سفر په ترڅ کې د ایرو- ایشیا د اقتصادي غونډې په پرانستونکو مراسمو کې وینا وکړي.
له کرزي سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د کانونو وزیر وحید الله شهراني، په نړیوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار یحیي معروفي او د ولسمشر د دفتر رييس عبدالکریم خرم ملګري دي.
افغان چارواکي به له چینايي لوري سره دوه مفاهمې لاسلیک کړي چې یوه یې له افغانستان سره د چین د مالي مرستو په اړه ده او بله به د بندیانو د تبادلې او د چین د کسیان(Xi’an) او کابل پوهنتونو ترمنځ د همکاریو په باب وي.
حاضردمه د افغانستان اویا (۷۰) زده کوونکي په چین کې په پوځي زده کړو بوخت دي.
شاوخوا ۴۵ افغان پولیسو ته هم په چین کې د بلوا ضد مسلکي زده کړې ورکړای شوي او تمه ده چې د دغو محصلانو شمېر تر ۲۰۱۵ پوري ۲۵۰ تنو ته ورسېږي.
پرون د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي وویل چې افغانستان د متحد چین غوښتونکی دی او د تاویوان او تبت په اړه د پیکینګ د دریځ ملاتړ کوي.