لیکنه: نجیب الله خان –

د سپنتا او خرم د دفتر ریس په تورو کڅوړو کې، له غیر رسمي چینلونو چې هیڅ مسئولیت هم ونلري او پوښتنه یې هم څوک ونکړي پیسو لکه د پول سوخته د سر پوډريان داسي روږدې دې. ځکه یې نو د جمهوري ریاست له دورې وروسته هم هڅه وکړه چې زاړه زهر خواره فعاله وساتي. او د بشري قوي د یوه تشکیل په شکل دې د هغوئ د پرسونل معاشونه او نور اداري مصارف د اداره امور له لاري اجرأ شي. خو څنګه دې اجرأ شي؟ څومره مصارف او تر کوم نامه لاندي مصارف؟ ایا دا مصارف کوم زیات نه زیات حد هم لري او که څومره چې دوئ وغوښتل باید اجرأشي؟ او دا هم نه وه مالومه چې دا پیسي په څه مصرفیږي. د دولت په تخریب او که نورو ټولنیزو او سیاسي چارو.

په هر صورت، کرزي صاحب تر اوسه په یو څه دپاسه یو کال کې تر لسومیلیون ډالرو زیاتي پیسي د اداره امور له لاري ایستلي او په هغه اداري تشکیل او پرسونل يې خوړلي او هضم کړي چې دده د دفتر مسئولینو یې په مکتوب کې ذکر کړی دې. کرزي صاحب ټوله هڅه وکړه چې دا پیسي دې لکه د مخکي په شان بس ور چالاني وي او د دوئ د ضرورت په اساس دې اجرا شي. که د میاشتي څلور لکه ډالر کیدو او که که تر هغه هم زیات. له یولس میلیونه ډالره لګښت وروسته آخر ولسمشر غني مجبور شو فرمان ورکړي چې سمه ده د پخواني ولسمشر دفتر دې بودیجوي واحد وګرځول شي تر څو چې دی ژوندی وي. په دې سره به د مختص کیدونکي بودیجي میاشتنۍ او کلنۍ اندازه هم معلومه وي او هم به يې هغه کود معلوم وې له کوم ځایه چې اجرا کیږي او هم به د قانون له مخي پارلمان د تصویب په وخت کې پوه وې چې د پخواني ولسمشر دفتر ته هره میاشت څومره پیسي ورکول کیږي او وکیلان د رد او منظوري لپاره بحث پري وکړای شي.

کله چې دا خبره مطبوعاتي شوه. ملت او هیوادوال ټول خبر شول چې د کرزي دفتر هم د میاشتي تر څلور لکه ډالر زیات مصارف لري نو ولس د مطبوعاتو او خواله رسنیو له لاري جدي غبرګون وښودل چې ځوانان بیکاره دې، اقتصاد ضعیف دی، په پنځلسو ولایتونو کې جنګ روان دی او دلته حتا د یوه پخواني ولسمشر دفتر ته هم څلور لکه ډالر هره میاشت ورچالان وي. هغه و چې کرزی صاحب او د دفتر مسئولین یې له مطبوعاتي فشار سره مخ شو او خپله خبره یې بېرته واخېسته چې ګنې دوی د مستقل بودیجوي واحد غوښتنه نه ده کړې. اوس په غوسه دې چې دا فرمان او د دوئ د مصارفو خبره ولي مطبوعاتو ته لیک شوه.

سمه ده د مستقل بودیجوي واحد غوښتنه مو نده کړي، تاسي خو په خپل سر د خپل ضرورت او مصارفو له مخي پیسي خو مو غوښتي او لا یې هم غوښتنه کوئ. شاید هره میاشت تر شپږ لکه هم اوښتي وای. په خبرپاڼه کې یې هم همدا ویلي دي چې بودیجوي واحد کېږي دې نه خو همغومره پیسې دې د چارو د ادارې لخوا ورکړل شي. دا پیسې هم هماغومره دي، څومره چې باید مستقل بودیجوي واحد ته ورکړل شوې وای. یعنې هره میاشت همدا اوس هم له څلورو لکو ډېرې پیسې اخلي. د کرزي صیب د دولت ټول کارونه دغسي وو چې پیسي به یې په کڅوړو کې د غیر مستقیمو او غیر رسمي افرادو په لاس اړولي را اړولي. د ولسمشر غني ګناه دا شوه چې دغه خپل سري پیسي یې د یوه بودیجوي واحد په توګه د یوه فرمان له مخي منظوري کړي چې د بودیجوي واحد کیدلو دلایل یې ما پورته درته بیان کړل.

کرزی صاحب، دا د منلو ده او ملت هم قناعت درسره کوي چې تاسو باید دفتر ولرئ، یو څه پرسونل هم ولرئ او د یوه پخواني ولسمشر په توګه مو په دولت شاید دا هم حق وې چې یوه اندازه پیسي ستاسو دفتر او پرسونل ته درکړي. خو تاسو مهرباني وکړئ هره میاشت د څلورلکو ډالرو د اخیستلو وضاحت ورکړئ؟؟ دا خو هغه دې چې د چارو د اداري لخوا اجرا کیږي او دولت پري خبر دی. ستاسو د اداري د پرسونل تعداد څومره دی؟ او دا پیسي په کوم کارونو لګول کیږي؟ ایا اوس هم ستاسو ځیني زهر خواره او ځیره خواره له تاسو قلنګ غواړي او تاسو یې د دولت له خزاني جیبونه ور ډکوئ؟؟ دا ټولي هغه خبري دې چې ښاغلی کرزی او د هغه د دفتر مسئولین یې باید ددې په ځای چې عکسلعمل وښيې وضاحت ورکړي.

3 thoughts on “کرزی څنګه د مطبوعاتو فشار ته تسلیم شو؟”
  1. اوووووف
    ما فکر وکړ چې کوم مهم څه به مو لیکلي وي، ظالمانو ټیپنګ مو زده کړی هر څه چې په خوله درشي، لیکی یې.
    دا څه چټیات دي، تاند واله یې هم خپروي.
    تاند واله وو، د متفاوتو فکرونو او نظریاتو خپرول ستاسې حق دی، مګر هر څه باید یو معیار ولري، دا تاسې لوستې، یو مخ چټیات او دروغ دي. له لیکنو مو زړه را شین کړ.

  2. داسې ښکاري چې زموږ خور په پښتو نه پوهيږي کرزى د افغانستان لپاره له چټياټو هم اخوا دى که نه وي د تاريخ نه پوښتنه وکړي زموږ راتلونکئ نسل به چپن له اوبو راوباسي د تاند ګناه څه ده چې ستا او زما خبرې نشر ته سپاري . د کرزي يو کار ته راوښييه چې دولس په ګټه ېې کړى وي

  3. که خداي (ج) ژوند درسره راکړي داسي نوري قصي به هم ددي مقاماتوڅخه راووزي چي نه يوازي به د افغانستان خلگ بلکي دنيا خلگ به گوته په غاښ ورته ونيسي .که دامريکا په شمول داکثروهيوادونودپخوانيو جمهوروريسانومصارف وگوري اوددي غريب هيواد سره يي پرتله کړي نو ددواړو لاسونو گوتي به تر غاښونو لاندي کړي .لطفا يي خاريجي مطبوعاتو ته مه افشا کوي،ځکه هر افغان به دخجالت ځخه چاته ونه گوري چي دداسي يوه هيواد چي دلوږي څخه ميندي ماشومان خرڅوي اودبيکاره سوي ريس جمهور يي ددسترخان دخرڅ لپاره ددغه دفقردبودجي څخه چي کچکول يي جهان ته نيولي دي شپږلکه ډالره نه بسيږي ،مشت نمونه خروار خداي خبر چي ددي دسترخان به پخوا څو مصرف وو،ممکن شپږ (+مليون).

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *