تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن یو وار بیا له امریکا سره په دوه اړخیزه امنیتي موافقه کې پر خپلو شرطونو ټینګار وکاوه، ویې ویل، تر څو چې د ده شرطونه نه وي په ځای شوي دا موافقه به لاسلیک نه کړي.
کرزي د خپل دریځ په دفاع کې د پروان ولایت د سیاه ګرد پېښې ته په اشارې وویل، که له شرطونو تېر شوي وای او موافقه مو لاسلیک کړې وای د دې پېښې د قربانیانو خپلوانو ته به مو څه ویل.
د افغانستان ولسمشر تاکید وکړ چې د امنیتي موافقې د لاسلیک لپاره باید د افغانانو پر کورونو حملې فوراً ودرول شي او له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.
د افغانستان ولسمشر په دې یو ساعته خبري غونډه کې دا هم وویل چې دی نه غواړي له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون پر دوهم ډیورنډ بدل شي.
ده زیاته کړه:«موږ د امنیتي موافقې له لاسلیکولو وروسته د افغانستان د خلکو لپاره امنیت غواړو، بمبارۍ نه غواړو، که امریکایان غواړي چې ووځيو دوی کولی شي چې لاړ شي.»
ولسمشر کرزي وويل: «موږ له دې شرطه په هيڅ صورت نه تيريږو چې امريکا دې د سولې پروسه شروع کړي. د سولې د پروسې شروع کول په دې مانا چې هيڅ يو امريکايي ونه شي کړلی چې د دسيسو په جوړولو، د جنګ يا د ناامنۍ په دوام او زموږ د فکر او حالاتو د کنټرول په ترڅ کې زموږ هيواد ملک الطوايفي خواته بوځي.»
د افغانستان ولسمشر شک لري چې که امریکا وغواړي د افغانستان جګړه پای ته رسولی شي.
ډېر شمېر افغانان هم اوس داسي ګومان کوي چې امریکا د خاصو ګټو په خاطر په افغانستان کې د جګړې د اوږدولو لټه کوي.
نوموړړي نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې امريکا بايد د جګړې د ختمولو لپاره پر پاکستان فشار واچوي. ځکه چې دا په خپله امریکا ویلي چې طالبان په پاکستان کې پناهځایونه لري نو که دا سمه ده نو بيا خو زموږ سوله په پاکستان او امريکا پورې اړه لري.
کرزي د بګرام محبس د بندیانو د خلاصون په اړه د ځینو کورنیو کړیو تبلیغات رد کړل، ویې ویل چې بګرام په حقیقت کې د طالب زېږولو فابریکه وه.
د سعد محسني د تلویزیون په شمول ځینو کورنیو رسنیو د بګرام له محبسه د سلګونو بندیانو د خوشي کېدو په وړاندې پراخ تبلیغات وکړل او ویې ویل چې دا کسان بېرته د جنګ جبهې ته ځي.
خو کرزي د طالبانو د جنګ جبهو ته د دغو بندیانو د تګ خبره د لوېدیځوالو تبلیغات وبلل.
کرزي رد نه کړه چې یو نیم کس به د طالبانو لیکو ته تللی وي یا لاړ شي مګر اکثره بندیان بېګناه خلک ول.
ده تر دې پخوا له طالبانو سره د یو شمېر یوځای شویو بندیانو په اړه وویل چې هغوی دومره کړول شوي ول چې له حکومت سره خصومت پیدا کړي او په مخالفه جبهه کې ودرېږي.
کرزي وویل چې امریکایانو بېګناه خلک په بګرام کې بندیان کړي ول، هغوی یې شکنجه کول چې د افغانستان له حکومت سره عقدې پیدا کړي او له طالبانو سره ودرېږي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي بهرنیان تورن کړل چې له افغانستان سره په مرستو کې ریښتوني نه دي. ده وویل:«افغانان واضح تګلاره غواړي. امريکا دې خپل دريځ څرګند کړي چې زه خپل ملت ته ووايم چې امريکا په دې کار کې بې اختياره ده. داسې نه شي کيدای چې واشنګټن اعلانونه کوي او وضاحت نه ورکوي. موږ داسي دوستانو ته اړتیا نه لرو چې غله ته ووايي چې غلا وکړه او د کور خاوند ته هم ووايي چې ویې څاره. یا د غلو دوستان شئ او یا د کور د خاوند.»
د ده په وینا افغانستان د بهرنیانو په مرسته نه جوړېږي:«په کوم ډول چې د بهرنیانو مرستې افغانستان ته ورکول کېدې، د دوی خپلو قراردادیانو ته ورکول کطدې، موږ د مرستو د ورکولو له دې شیوې راضي نه یوو او پرهغه فساد چې دغو مرستو له ځان سره راوړی دی، خوښ نه یوو.»
حامد کرزي په عین حال کې وویل چې نه غواړي چې بهرنیان له افغانستانه ووځي خو که وي یا نه وي فرق نه کوي.
ده د راتلونکي کال د انتخاباتو په اړه وویل چې په خپل وخت به ترسره شي، په ۹۰ فیصدو انتخاباتي حوزو کې به وشي او هر افغان باید په ډاډه زړه رایه استعمال کړي.
هر هغه سه چي د وطن خير پكي وي مونگ يي طرفدار يو
د کابل او واشنګتن ترمنځ تړون په اړه، روان سیاست مخصوصآ د ښاغلي کرزي په عجیبه ویناوو ښه پوهیدل آسانه کار نه دی، هرڅوک که غواړي دغه وضعیت درک او تشریح کړي نو د (موژک شیر) په نوم دې د لوی جهاني صاحب شعر که یې اوریدلی وي هم یوځل بیا یې دې د زړه په غوږونو واوري. مننه.
کور دی ودان کرږی سایپ
واهی چع وږیر اکپر غاږی د خبل بلار د محابږه کاری سه به تنګ سو او ورته وهی ویل.
که غابی نه غوګونه خو دی پوځ که چی برنګی بوه سی چی موږ هم یو ځوک یو. ته خو یواږی نه هی
Beautiful words of our leadership for understanding the great game against loy pakhtoons by Pakistan and USA
Well done mr president.
ښا غلی کرزی صا حب
د ښا یسته سیا ست څخه دی قربا ن شم، دا کفا ر ډیر دوه مخی خلګ دی پر همدی دریځ ودریږه شا ید ا کثریت ا فغانان دی تر شاه ودیږی.
مننه
نجیب ا لله
دریس صاحب جمهور خبری مو واوریدی ډیری ښی خبری یی کړی دی خدای دی په دی مبارزی کی بریالیتوب دده په برخه کړی
داشرطونه ډیر مهم دی که څوک ښه ورته ځیر شی که چیری شرطونه ومنل هم شی بیا یی هم باید په لاسلیک کولو کی بیړه ونشی دګندمک معاهده هم همدغه شان وه خوتراوسه یی بد نوم پاتی اوزیانونه یی محسوس کیږی په لومړی سرکی هره پریکړه سړی ته ښه ښکاری خو دوخت په تیریدو سره بیا پښیمانی له ځان سره لری مونږ ولیدل چی په تیرو لس دولس کلونوکی ښاغی کرزی نسبت پښتنوته نوروقومونوته زیات خدمت وکړ خوهیڅ فایده یی ونکړه اوهغوی نه یوازی راضی ونه ساتل بلکه دده په ضد ناوړه تبلیغات هم کوی نودابه زما په فکر ډیر ناوړه کاروی چی پدی حساس وخت کی چی دپښتنوکومه ګټه هم پکی نه وی اودی دغه معاهده لاسلیک کړی
کرزې لالا دا ته چې څه وایې څه خبره شته که دافغاني شهامت خبره وي نو تیر دولس کاله دې دا غیرت په تاخچه کشې ایشئ وو او کنه زما خو دا خیال دې ستا داخبرې دامرکایانو دتیښتې لپاره داوړو پزې جوړول دې ترڅو خبله ماته پرتا پټه کړي
کرزی خو پدی 12 کلنه دوره کی خپل قام او ملت ته کوم خدمت ونه کړ او نورو قومونو ته یی هرڅه په لاس کی ورکړل او دومره خدمت یی ورته وکړ چی د نړۍ په هیڅ هیواد کی نورو لږکیو ته چا نه وو کړی. تاسی زمونږ ګاونډیان وګوری چی هلته ټول واک ، اختیار او حاکمیت د پنجاب او فارس دی ، دوی خپلی ژبی ، کلتور او مذهب په نور منلی او نور ورته لکه غلامان ښکاری. زما مقصد دا نه دی چی مونږ دی هم خدای نکوی چی د هغوی په پل لاړ شو. زما مقصد دادی چی خپل قام ، کلتور، مذهب او ژبه هیرول هم ګناه ده که نور نه وای نو مساوی او موازی خدمتونه باید ورته شوی وای. که کرزی خپل قام ته حد اقل خدمت کړی وای نو اوس به دی هم یواځی نه وو. په هر حال که نورو ته یی له حده زیات واک او اختیار هم ورکړ خو اوس یی په درد نه خوری او کله چی دوی یی له خپلو ستړیو اوږو کښته کوی ، نو دوی شکایت کوی چی آه افګار شدم. زمونږ راتلونکی مشران باید د کرزی د واکمنی دا ترخه او بی مسوولیته تجربه او درس هیر نه کړی.
محترم کرزی صاحب د حقیقت نه ډکه وینا وکړه او حقایق یی په ډیره واضح توګه بیان کړه زما په نظر ددغو حقایقو د بیانولو کی کرزی صاحب کوم شوم هدف نه لری هغه دولس کاله د افغانستان رییس جمهور وه اوس یی د خپلو خلکو درد په ښه توګه احساس کړی او د خارجیانو طلسم هم ده ته څرګند شوی او نه غواړی چی د ملت په سرنوشت په آینده کی داسی ناوړه لوبی تر سره شی باید ټول ملت په یو اواز د هغه د نوی تګلاری نه دفاع وکړی لکه چی څرنګه ټولو هیوادوالو ته معلومه ده کرزی صاحب د یو تعداد جنایتکارانو په محاصره کی وه دولس کاله مخکی هغه نشو کولای چی داسی سیاسی بازی وکړی هغه اول ټول موجوده جنایتکاران په منظمه توګه متفرقه کړه اوس هغه جنایت کاران اعتبار نه لری او نه هم افغانستان د کوم بحران سره مخامخ کولای شی د هغوی لپاره د ملی خیانت او جنایت دوسی یی تکمیلی کړی که چیر کوم یو ددوی نه منفی حرکت ته زړه ښه کړی نو ډیر ژر به یی د څارنوالی له خوا توقیف کړی نو له همدی کبله له دغو جنایتکارانو نه ډار نه لری او اوس یی د خپل زړه سیاست وخت را رسیدلی دی که د خپل سر په قیمت هم ورته تمام شی فکر نه کوم چی شاتګ وکړی دا ځل به انشا الله د افغانستان ملت برنده وی او زمونږ داخلی جنایت کاران چی په وطن فروشی کی نوم لری نور داسی چانس په لاس ورنشی چه ولسونه په غلطه لاره د خپلو شومو اهدافو لپاره استعمال کړی زما نظر او فکر خو داسی دی دا چی حقیقت دی او که نه وقت ته به انتظار و باسو….