افغانستان چې مخ پر وده هیوادونو کې راځي کرنه او محصولات یې د وګړو د اقتصاد په لوړولو کې مهم رول لري، له بله اړخه د دې هېواد وګړي اکثریت په کرنه بوخت دي، نو اړینه ده چې دلته کرنه میکانیزه، عصري او پام ورته وشي.
د اقتصاد له نظره کرنه د هیواد ۳۴ سلنه ناخالص تولیدات(GDP) جوړوي، د ۱۳۸۹ هـ ل کال په وروستیو کې د هیواد داخلي ناخالص تولید ۷۴۶۸۵۹ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی، چې ۲۷.۷۶ سلنه برخه د کرنییز سکتور څخه په لاس راغلي دي.
له پورته شمېرو جوتیږي، چې د کرنی سکتور د افغانستان په ملي اقتصاد کې لومړی درجه او خورا مهم رول لوبولی او د همدې ارزښت له مخې ورته پاملرنه خورا اړینه ده.
د هیواد د زارعت لپاره غوره زمینه برابره ده، دلته خاوره په اکثریت سیمو کې ډیره حاصلخیزه ده او همدارنګه د هیواد اقلیم چې د زراعت او کرکیلې په برخه کې بنسټیز فکتور کیدای شي، مناسب دی.
که د کرنې وزارت او اړوند چارواکي د حبوباتو په برخه کې لازم پرمختیایی پروګرامونه پلی کړي، د غنمو خالص تخم وویشل شي، کروند ګر په مسلکي توګه و روزل شي، داسې ماشینري په کار واچول شي چې پر مټ یې محصول په ښه او اسانه توګه لاس ته راشي هم به مو کرنه له دودیز ډول چې (ډېر زحمت او د وخت ضایع سبب کیږي) څخه خلاصه شي او هم به له خپلو فصلونو ډیره ګټه پورته کړی شو.
هغه سیمې چې کرنیزي دي او پراخه کرنیز امکانات لري باید لومړیتوب ورکړل شي او د زراعتي تولیداتو د پرمختګ لپاره یې بنسټیز پروګرامونه پلی شي، تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې کروند ګرو ته په بیلابیلو ولایتونو کې د بیلابیلو محصلاتو تخم نه ویشل کیږي، دا کار د سبزیجاتو د خرابوالي او ارزښت کمیدو لامل کیږي، په دې معنی چې په اکثریت ولایتونو کې یو تخم ورکول کیږي، حاصل یې هم په یوه وخت لاس ته راځي چې بیا په مارکیټ کې یې بیه ټیټه او لږ وخت دوام کوي. خو که له تحلیل او ارزونې وروسته بیلابیلو ولایتونو ته بیلابیل تخم وویشل شي، ښايي د جنس د خرابوالي او د ارزښت کموالي مخه ونیول شي او هم په مارکیټ کې هر ډول محصولات ولرو په دې ډول کیدی شي چې د اصلاح شویو تخمونو او د تولید لپاره منظم، عصري او د پرمختګ لامل پروسیجرونه رامنځ ته او د دودیزو لارو چارو د بدیل په توګه وکارول شي.
د دې ترڅنګ یوه لویه تشه دا ده چې تر اوسه د ځمکې د ځواکمنتیا لپاره کار نه دی شوی، کیمیاوي کود او سري باید په درست ډول فصلونو ته ورسیږي، طبعي پیښو سره مبارزه باید جدیت پیدا کړي، د تولید شویو توکو لپاره لازمې سړې خونې او تودې خونې جوړې شي چې د وخت مطابق په کې وساتل شي، د اوبو او منظم کانالیزاسیون لپاره کار وشي.
د تولید څخه وروسته ذخیرې او ګدامونه جوړ او د پروسس منظم مرکزونه فعال شي.
له دې سره دا هم اړینه ده چې د کرنې وزارت باید د ټولو ځمکو څیړنه او ځېرنه وکړي، هغه فصل وکرل شي چې اړتیا ورته زیاته ده او د هرې سیمې د اوبو او هوا مطابق فصلونه ورکول شي.
د کورنیو تولیداتو لپاره کروندګرو ته زمینه برابره شي څو مو هیواد په خپل ځان بسیا شي.
د دې سره سره په بهرینو توکو مالیه لوړه شي، داخلي بازار په ښه توګه و ارزول شي هغه توکي چې په هیواد کې لاس ته راځي بهرني یې کم او د امکان په صورت کې بند کړای شي نو لرې نه ده چې یوازې کرنه مو اقتصاد په پښو ودروي.
خو ستونزه دا ده چې دلته کرنه عصري شوې نده، هغه د چا خبره اوس هم د اته لسمې پيړۍ پشان کرنیز میکانیزمونه په کار وکړل کیږي چې که پام ورته ونه شي د اقتصادي ودې لپاره به یو لوی زیان پر ځای پاتې وي.
انشان الله چه ستاسی به شان تکره او با استعداده حوانان ولرو نو حتما به د مثبت بدلون شاهدان اوسو.
مننه وروره رب دی زمونږ.وطن راجوړ کړی
افغانستان چه یو زراعتی ملک دی او ورسره مالداری او مرغداری هم ښه ورکی کیدای شی، ډیر مصارف هم نه غواړی او دا کارونه ښه مصروفیتونه ایجادوی چه سبب د تقویت د امنیت او اقتصاد هم کیدای شی
اوس زموږ کروند ګر د آبیاری ښه سیستم ،کوډ ،زراعتی ادویه او اصلاح شوی تخمونو ، بیا لږ رهنمایی ته ضرورت لری او که نوی تکنالوجی او سړی خونی ورسره اضافه شی نو په ټولو فصلونو کی به کافی سبزی او میوه ولرو چه موږ یی له واردولو بی نیازه کوی
خو له بده مرغه زموږ د( ان- جی – او) مامورین چه د تخصیص یوه برخه د دفتر ګټی ته ورټیل وهی او بل اکثره دا خلک دفترونه فامیلی او ملی بڼه یی نمایشی وی نو که دا دوه انجویی مصیبتونه نه وی کیدای شی زراعت او مالداری ډیر سریع رشد پیدا کړی
سلام او احترام
د افغانستان په شان په يو وروسته پاتې او له فساد څخه ډک هېواد کې د نړيوالو د ملياردونو ډالرو څرک او اغيزې په يو سکتور کې هم نه ليدل کيږي، د زراعت په سکتور کې تر اوسه داسې نوښت ندی رامنځ ته شوی چې حساب پرې وکړو که چيرته د کرنې سکتور اوسنی وضعيت له ۱۶ سمې پيړۍ سره مقایسه کړو موږ مخکې نه يو تللی بلکې وروسته پاتې يو سره له دومره علمي کادرونو او زراعتی کارپوهانو مو بيا هم کرنه تر اوسه نده ميکانيزه شوی بلکې هماغه زړو مولا او زړې تراوې .