تاند، دوشنبه، د میزان ۱۵مه: د کرنې وزارت سږ کال د جلغوزې حاصلات ۲۴ زره اټکل کړي او وايي چې دا کچه به د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاته وي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، وروستیو کلونو د جلغوزې سلګونه زره نیالګي کېنول شوي دي او حاصلات به یې نږدې راتلونکي کې له اوسنۍ اندازې هم لوړ شي.
نوموړی وايي، سږ کال به د جلغوزې حاصلات لس سلنه د پخوا په پرتله زیات وي او افغانستان به یې د قاچاقي صادراتو مخه هم ونیسي.
د افغانستان جلغوزه له کلونو راهیسې پاکستان ته تلله او له هغه ځایه به د پاکستان په نوم پروسس او نورې نړۍ ته صادرېدله خو دوه کاله وشول چې افغانستان پخپل نوم او لېبل د نړۍ بازارونو ته جلغوزه صادروي.
د ارقامو له مخې یوازې تېر کال افغانستان چین، خلیجي هېوادونو او اروپا ته ۱۷۰۰ ټنه جلغوزه صادره کړې ده.
دا مهال چین د افغاني جلغوزې تر ټولو لوی بازار دی او افغانستان ورته په یو کال کې له ۶۰۰ ټنو څخه زیاته جلغوزه د هوايي دهلېزونو له لارې رسولې ده.
هند هم د افغانستان د وچې مېوې له مهمو بازارونو څخه شمېرل کېږي.