نور محمد سعید

د بهیر په غونډه کې پر یوه لنډه کېسه بحث کېده. زما په ګډون ټول یې په چوکاټونو راتاویدل. تلوسه، تصویر، پیغام، کرکټرونه، ژبه او… کېسې کې د کېسې خبره و نه شوه. خو نور اوس د فلش فکشن خبرې کوي. وايي، تیاره خونه کې د رڼا یوه څړېکه پکار ده او بس!

لوستونکی وايي درسره داسې واخله، چې تشې ډکې کړي. تر پنځوسو تورو پورې وايي کافي دي. که ډېر ظلم دې کاوه، تر زرو تورو پورې یې ولیکه. خو وايي نیمګري باید هېڅ پکې نه وي.

موږ چې لنډه کېسه کې لیکوال ته له غره نیولې تر کلي او له کلا نیولې تر ویالې پورې د ټول تصویر عکاسي کولو مشوره ورکوو، مقصد مو څه دی؟

تجربو ثابته کړې، چې نالیدلی چاپیریال انځورول د لویو لویانو له وسه هم تېره ده. ولیکل شي، خو بې خونده کېږي.

کېسې پریمانه دي. همدلته شاوخوا کې. پیاوړې مشاهده او د تجربې هنري بیان پکار دي.

له ټالسټايي نیولې تر مرزا رسوا پورې د لویو لیکوالو کېسو کې شخصي تجربې ویړې پرتې دي او د نالیدلي حالت بیان د همدې فنکارانو پښه بې شمېره ځایه ښویولې ده.

کله نا کله په لوستونکي د نادیده ګومان کوو، توضیحاتو، تشریحاتو ته زور ورکړو. هېر یې رانه چې ۲۱ مه پېړۍ ده. د کېسو لوستونکی مو د قصه خوانۍ د سرای نکلونو اورېدونکی نه دی. موبایل کې د ټولې دنیاګۍ ننداره کوي.

د ( نظر ) په نوم د ښاغلي اجمل پسرلي کېسه ده. ټوله کېسه دوه سوه اووه توري دي. هغه به هم نیمه کړو، بلکې دریېمه برخه به یې راوخلو:

(( ښځې لمن ورټوله کړه. د توت ونې ته وخته. لور یې څادر ورته ونیو، دې یو څه توت وڅنډل، خو د وره د ځنځیر له ګړنجیدو سره ژر ژر راښکته شوه، ور یې پرانیست. خان محمد و. هغه وار له واره سر ته لاس ونیو:
مورې بیا ونې ته ختلې وې که په کوڅه کې چا لیدلې یې. ))

ټولټال شپیته توري دي. خبره یې وروسوله. هغو ته هم پکې ډېر څه شته، چې چوکاټونه کچي راکچي.

مرحوم عبدالله حسین ته یې وویل: ناول دې شاهکار دی، خو له کنځلو ډک دی، چې مناسب کار یې نه شو بللی.

لنډ ځواب یې ورته دا و چې:

(( ما ستا غوندې شریفو خلکو لپاره ناول نه دی لیکلی. زه ریالیست یم، هغسې چې ژوند وینم انځورم یې. په دغه ناول کې مې د یوه کلي کېسه راخیستې، چې په کلیو کې دغسې خبرې عادي دي.))

موږ چې د پخوانیو  تابلو ګانو په څېر په یوه تصویر کې د ټولو جزیاتو په ځایولو عادت یو، د ژبې برخه کې هم د ډرېور له خولې د پوهنتون استاد  ژبه لیکو.

هنر جامد شی نه دی. د کاڼې کرښې پکې نه شته. لویو لویانو پکې تېروتنې کړې.  هغه چې شاهکارونه یې بولو له نیمګرتیاوو ډک دي.

حل یې دادی، چې راځئ خواږه راټول کړو، راځئ د ژوند کېسې ولیکو، د مشاهدې اظهار زده کړو، خپلې تجربې هنري کړو،  چې راتلونکو ته مو کره نکلونه پاتې شي، نه په چوکاټونو برابر تش ګپونه.

One thought on “کره نکلونه/ نورمحمد سعید”
  1. سعيد صيب سلامونه. هيله ده چې روغ اوسئ. ښه ليکنه مو کړې. اصل کې د کيسې لپاره د موضوع يا سوژې ټاکل ډېر اړين دي، که يو څوک څومره هم تکړه ليکوال وي، خو چې د کيسې موضوع يې نوې او په زړه پورې نه وي، که په ليکلو ډېره خواري هم وکړي، نو لوستونکي ته به خوند ورنه کړي. پاتې شوه، د کيسې د لنډون خبره، نو اوس خو لنډې کيسې په دوو يا دريو جملو کې خلاصه کېږي. ځکه نو اوس موږ ته ډېری تېرې ليکل شوې کيسې ستړې ښکاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *