کره کتونکي داسې دي لکه د شاتو مچۍ. د شاتو مچيو د الوت لارې او لوری پلو مالوم وي او په ساحه کې له خوږلنۍ پرته له بل څه سره کار نه لري. د شاتو مچۍ له ګلونو شېره او خوږلني راټولوي او د شاتو په بڼه يې وړاندې کوي. د شاتو مچۍ چيچل هم کوي خو چېچل يې د غومبسې غوندې نه دي چې ضرر پېښوي بلکې ګټه لري!
کره کتونکي هم د اصولو په اساس له هنري تابلوګانو هنري شېره راټولوي او ټولنې ته يې د هنري شاتوپه نوم وړاندې کوي.
البته که په کومه تابلوکې هنري شېره نه وي نو د نه شتون لاملونه يې ډاګيزوي. د کره کتونکي دا کار لکه د شاتو مچۍ چيچل کوي خو د تاوان پر ځای ګټه لري. دا ځکه چې د دا ډول تابلوګانو پنځوونکي هنرمندان داسې دي لکه د روماتېزوم ناروغان. د روماتېزوم ناروغانو ته د شاتو د مچيو په چېچلو سره يو څه تکليف خو رسېږي خو دوی پوهېږي چې په دې سره له ناروغۍ ښه کېږي!
۰۲ حوت ۱۳۹۲
حيدرآباد