پېشلمی

افغانان تر بل هر وخت اوس په سخت وضعیت کې دي، له یوې خوا جګړه چې نږدې اتلس کاله یې وشول، د جګړې تر څنګ د کرونا ناروغي او دغه راز د روژې میاشت پرې په یو ځل راغلي دي.

د روژې مبارکه میاشت داسې ده، چې څومره پکې خلک ارامه وي، هغومره پکې عبادتونه زیات کیږي او خلک د لوږي او تندې څخه ډير نه په تنګ کیږي.
دا موضوع په دې رایاده شوه چې رسنیو کې مې د کندز د والي عبدالجبار نعیمي څرګندونې واوریدې.

نعیمي کندز کې یوې غونډې ته وینا کې له طالبانو غوښتی چې که د کرونا له خاطره جګړه نه بندوي، نو لطفا د روژې مبارکې میاشت له خاطره خو دې اوربند وکړي چې خلک دا میاشت ارام عبادتونه وکړي.
نعیمي په خپلو خبرو کې ویلي، که طالب وسله وال خپلواک وي، په الله او قران باور لري، باید له روژې وړاندې دې اوربند وکړي.

نعیمي پر طالب وسله والو غږ وکړ چې د روژې مبارکې میاشتې په رانږدې کېدو سره باید بېړنی اوربند وکړي، له ورور وژنو، ماین چاودنو، ډلیزو بریدونو، صحرايي محکمو او شکنجو لاس واخلي.

هغه وویل، اوس مهال ټوله نړۍ په خپل ټول توان او امکاناتو د نړیوالې وبا يعنې کرونا وېروس سره په جدي مبارزه اخته دي، خو له بده مرغه دلته زمونږ پر هېواد له يوې خوا د دغه وېروس توره وريځ خپره ده او له بلې خوا د وسله والو طالبانو له خوا د جګړو، تاوتریخوالو او ناوړه کړنو بدو اغېزو خلک ډېر زيات زيانمن کړي دي.
عبدالجبار نعیمي وویل: (( طالب وسله والو غږ کوو، چې زموږ ټول مسلمان هېوادوال دې پرېږدي څو په سوله ييزه فضا کې د دغې مبارکې مياشتې له برکتونو، فضايلو او ثوابونو څخه برخمن شي. ))

والي دغه راز له خلکو غوښتنه کړې چې په خپلو منځونو کې د ورورولۍ، اتحاد، يووالي او باورمندۍ فضا رامنځته کولو سره عزتمند ژوند وکړي، له هر ډول غیبت، بهتان او د یوبل تخریبولو څخه لاس واخلي، د الله (ج) خالصانه عبادت وکړي، له یوبل څخه عفوه او بخښنه وغواړي.
د والي دا خبرې په ډير مهم کې وخت کې وې، ځکه کندز کې تر بل هر ځای جګړه زیاته ده او د کرونا پېښې پکې هم ثبت شوي دی.
په یو وخت مشکله ده چې هم له کرونا سره مبارزه وشي او هم له ترهګرۍ سره، که ترهګري د روژې میاشت کې بنده شي، ښکاره ده چې له کرونا سره مبارزې لپاره خلک یو کیږي او دا ناروغي ګواښ کمولی او له منځه وړلی شي.

کرونا یوه وژونکي ناروغي ده چې درملنه نه لري، یواځې تدابیر کولی شي چې دا ناروغي له منځه یوسي او د ډيرو افغانانو ژوند وژغورل شي، نو تدابیر هغه وخت کیږي چې خلک او دولت له جګړې وزګار وي او کرونا سره مبارزې ته یې مخه وی.
افغان دولت ژمن دی چې خلک له دې مرګوني ناروغي وژغوري، خو طالب خو دې لږ تر لږه دې ورځو کې پر دولت او افغان ځواکونو کار نه لري، چې هغوی په ډاډه زړه خپل کار مخ ته یوسي.

نو که طالب کې رښتیا هم انسانیت پاتې وي، د دې وطن لږ درد پکې وي، د دې مظلوم ولس غږ اوري، نو اوربند باندې خو دوی جهنم ته نه ځي او نه یې طالبانیزم ختمیږي، خو یواځې دومره چې خلک به یوه میاشت ارامه تیره کړي او له کرونا سره به چټکه او موثره مبارزه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *