رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد (د کب، حوت ۱۶ مه ۱۳۹۸) د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته نژدې په چمن کې روغتيايي چارواکي وايي، پر پوله په دې وروستيو کې شاوخوا لس زره کسان د کروناويروس د خطر له مخې معاينه شوي، خو یوه مثبته پېښه هم تراوسه نه ده ثبت شوې. د بلوچستان د سرې مياشتې خيریه موسسې له تېرو لسو ورځو راهيسې پر افغان پوله معاينات يا سکريننګ پيل کړی دی.
په پاکستان کې د عامې روغتيا وزارت وايي تراوسه په دې هيواد کې په پنځو تنو کې د کورونا ويروس کشف شوی دی. د بلوچستان حکومت د ويروس د مخنیوي په موخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن سپين بولدک او د پاکستان او ايران ترمنځ د تفتان ميرجاوه پولې تړلې دي. افغان پوله د مارچ مياشتې په دوهمه نېټه هغه مهال وتړل شوه، کله چې تر دې وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ اعلان وکړ، چې افغان کډوال به د مارچ له دوهمې نېټې له کوټې او نوښار مرکزونو بېرته خپل هیواد ته ستنېږي. پوله د يوې اوونۍ لپاره د خلکو او تجارتي کانټينرونو پر مخ تړلې ده.
د پاکستان دعامې روغتيا د وزارت سلاکار ډاکټر ظفرمرزا تېره ورځ په دې هيواد کې د کورونا ويروس مثبته پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې د ګلګت بلتستان سيمې يوه پنځه څلوېشت کلنه مېرمن په کورونا ويروس اخته شوې ده. ياده مېرمن په دې وروستيو کې له ګاونډي ايران څخه راغلې وه.
د بلوچستان د تعليم وزارت ايالتي وزير سردار يارمحمد رند هم د کرونا ويروس خطر ته په پام سره د مارچ مياشتې تر پنځلسمې نېټې پورې د ايالت ټول ښوونځي، پوهنځي، پوهنتونونه او ديني مدرسې د تړلو اعلان کړی دی.
تېره مياشت د پاکستان د هوايي چلند ادارې سول اېوي اېشن له ګاونډي چين څخه راتلونکي پروازونو ځنډولي وو. له چين څخه راتلونکي پروازونه د کورونا ويروس د احتمالي خطر له امله تر دوو ورځو پورې ځنډول شوي وو.