تاند- یوه افغانه، چې ۱۰۵ کلنه ده، له ۲۰ ورځې سفره وروسته، چې ډېر یې پلی کړی، کرویشیا ته مهاجره شوې ده.
بي بي ګل ازبیکي، چې له خپل ۶۷ کلن زوی او د کورنۍ له ۱۵ نورو غړیو سره کوریشیا ته رسېدلې، وايي:«پښې مې درد کوي، خو نوره ښه یم.»
بي بي ګل وايي چې زوی او لمسي په تېره بیا د ایران په غرنیو لارو کې تر ډېره په شا کړې وه.
دې د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ته وویل:«په لاره مو ډېرې ستونزې لرلې، ما ډېرې سختۍ ولیدې. سر مي خوږ شو، اوس هم په سر ډارېږم.»
د کرویشیا پولیسو تایید کړه چې د دې ښځې په اسنادو کې د هغې عمر ۱۰۵ کلن دی.

دې د کرویشیا رسنیو ته وویل:«موږ ټول ښه راتلونکې غواړو او هیله یې لرو، زه به یې ونه وینم، خو نه پرېږدم چې زامن، لمسیان او کړوسیان مې ښه راتلوتکې ونه لري.»
بي بي ګل ازبیکي، زامنو او لمسیانو یې وروسته له دې له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه چې دوه زامن یې ووژل شول.
دا او اولادونه یې هیله لري چې په نهایت کې به سویډن ته لاړ شي ځکه چې هلته د بي بي ګل ازبیکي ځیني لمسیان اوسي.
وروسته له دې چې هنګري خپله پوله بنده کړه، کرویشیا ته د سپټمبر له میاشتې څخه تراوسه پوري ۲ لکه ۶۰ زره پناه غوښتونکي له ګاونډي هیواد سربیا څخه ورغلي دي.
یوه میاشت مخکې جرمني ویلي و چې یو افغان، چې عمر یې ۱۱۰ کاله دی، دغه هیواد ته پناه وړې ده.
سلام دا می دیر اوریدیلی وی چی کم عمر ولا خارج ته روان دی خو دا می په ژوند کی اول نفر ولیدی چی دی قبرپه سر ولاره ده هم ملک پریهوده