په افغانستان کې د پهرنيو ځواکونو پخوانى امريکايي قوماندان جنرال ستنلي مک کريسټل، چې ٣٤ کاله يې په پوځ کې خدمت کړى، وويل، افغانستان او امريکا دېته اړتيا لري چې په خپلو کې هر څومره ژر چې ممکنه وي، امنيتي تړون لاسليک کړي.

ده وويل دغه تړون به افغانانو ته د دوى د راتلونکي لپاره ډاډ په برخه کړي.

ده نن دوشنبه د امريکا يوه ټلويزيون ته وويل: د راتلونکي لپاره بېباوري شته، دوى [امريکايي چارواکي] دېته اړتيا لري چې افغانانو ته وضاحت ورکړي، چې افغانان ترې بې برخې دي.

ښاغلي کريسټل وويل د هېواد پوځ يې د باور جوړولو لپاره کافي کار نه دى کړى.

امريکا او نور متحد هېوادونه يې له افغان دولت څخه غواړي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون ژر تر ژره لاسليک کړي، خو ولسمشر حامد کرزى وايي دغه تړون به تر هغو نه لاسليکوي، چې امريکا د افغانستان شرايط نه وي منلي.

د افغانستان په شرايطو کې د سولې د خبرو عمل پيلول، د افغانانو پر کورونو د بهرنيو ځواکونو د چاپو مخنيوى او نور مسايل شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *