Click Soft

ویل کېږي چې پاکستان،‌ ترکیې او اندونیزیا پتېیلې ده چې داسې یو ټلویزیوني چینل به جوړوي چې د دوی په وینا دغه نوی تلویزیوني چینل به د اسلام ضد تصویر د خلکو له ذهن څخه لېرې کوي یا په بله معنا چې دوی به له دې لارې د اسلام داسې یو تصویر نړیوالو ته وړاندې کوي چې وښيي اسلام د زور زیاتي او تشدد دین نه دی.‌ کله چې دا ډول خبرې سړی واوري نو فکر کوي‌ چې دوی څومره ښه پلان لري او په رښتیا دغه کار به څومره د خلکو په ژوند او ژواک مثبت اغېز وکړي. خو په حقیقت کې دا یوازې د دوی یو مکر دی چې له دې لارې غواړي یوه بله اقتصادي پروژه ترلاس لاندې ونیسي.

 دا باید اوس خلکو ته د لمر په شان څرګنده وي چې همدوی دي چې د اسلام تصویر یې نړیوالو ته د تشدد او وحشت له ټکو سره تړلی معرفي کړی او هغه هم د اقتصادي پروژو په شکل،‌ چې د دې کار په بدل کې یې ښې ډېرې مالي ګټې تر لاسه کړې دي.‌ د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې دمګړۍ تر سلو زیاتې ترهګریزې ډلې یوازې په پاکستان کې فعالیت کوي او ښه په ازادانه ډول د خلکو د ژوند او مرګ فیصلې کوي. همدوی دي چې د وحشي حملو په مټ د اسلام داسې یو تصویر خلکو ته ښيي چې انسانیت هم ورباندې شرمېږي. په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو د مرګونو پلانونه د دوی تر نظر لاندې نیول کېږي. خو هلته دا مسؤلیت نه ګڼي چې ولې په دې ورانکارو فعالیتونو سره د اسلام نوم بد کړل شي.‌ کله هم چې په کابل کې د وینو سیلابونه بهېدلي نو پل یې د اسلام اباد په لور تللی او نقشه یې هلته جوړه شوې او له شرمه ډکه خبره دا چې د همدې وحشي حملو مسؤلیت هم په پاکستان کې یوې فعالې ډلې ښه په افتخار اخیستی خو دوی یې پر وړاندې هیڅ اقدام نه دی کړی او نه یې دا مسؤلیت ګڼلی چې دا کارونه به د اسلام څه چې د یو ګاونډي نوم هم بد کړي.‌ دوی کله هم د یو ښه ګاونډي په توګه خپل مسؤلیت نه دی ګڼلی چې د ترهګریزو حملو په وړاندې کلک ودرېږي او پرېنږدي چې ترهګرې ډلې د دوی له تر کنټرول لاندې سیمو څخه پر افغانانو بریدونه وکړي او د بې ګناه انسانانو ژوند واخلي.

اصل خبره دا ده چې دوی د اسلام د بد نوم د لېرې کولو غم نه دي اخیستي بلکې خپلې اقتصادي ستونزو اړ کړي چې له دې لارې یو بله پروژه پیل کړي چې ساده مسلمانان په دې وغولوي او خپلې ګټې وکړي. هغه تصویر چې دوی جوړ کړی او په جوړولو باندې یې بلا پیسې او وسلې اخیستي اوس غواړي په چل او هنر سره یې په ړنګولو باندې له نورو څخه هم پیسې واخلي او دا ثابته کړي چې له هر ډول شرایطو څخه دوی په څه ګټه کولی شي. اوس ښکاري چې د دوی نوم په نړیوال سټیج باندې ډېر خراب شوی دی او ممکن نړیوال دومره ژر په دوی باندې باور و نه کړي، خو که بل لور ته بیا ګورو نو زموږ ځينې خوش باوره ځوانان اوس هم د دوی نقشو او پلانونو ته د خیر په سترګه ګوري. یا خو دغه ځوانان د دوی له مکر خبر نه دي او یا هم د همدې مغرضو ګاونډیانو په شومو موخو سترګې پټوي او همدا د تلویزیون نوې پروژه د خلکو مخې ته نېغه نېغه کوي‌ چې،‌ ګورئ ګاونډیان مو څومره د اسلام له غمه مړه دي!

خو که د دوی دې مکر او چل ته وګورو نو پوهېږو چې څومره مکار دي،‌ کري یې هم پخپله او رېبي یې هم پخپله. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *