له ګل سره مينه لرو، خو خپل خوشال ژوند ته يې نه پريږدو؛ له خپل بوټي څخه يې را شوکوو، ځکه، چې موږ د ريښتيني مينې په اړه فکر نه دی کړی.
له مارغه سره مينه لرو، خو زنداني کوو يې او ازار يې اخلو.
د ګل په ډنډر کې به چا اغزي ليدلي وای، چې را شوکولای يې نه؟
مارغان به مو ولې ترڅنګ نه کېناستل، چې لاس مو نه ور اچولای. اوس هغوی موږ پيژندلي يو او تر اخيره پورې به د مارغانو ميندې خپلو بچو ته زموږ نه تيښته ور زده کوي.
دوی موږ پر احمد او محمود نه سره بيلوي؛ دوی خو موږ ټولو ته د يوه انسان نوم اخلي، لکه موږ چې دوی ته د الوتونکو مرغانو نوم اخلو.
نو يو انسان به ولې پر بل انسان غرض نه لري؟
موږ د مينې په نوم هسې يو څه کوو، خو په مينه کې ډېر څه دي. موږ لا پر اصل او ريښتيني مينه فکر نه دی کړی. که دا را سره منئ، چې په کايناتو کې لوی رب له موږ څخه دومره لوړ مخلوقات پيدا کړي دي، چې له موږ څخه دومره ستر دي، لکه موږ چې له مارغانو څخه يو؛ بيا نو دا هم را سره ومنئ، چې هغوی ته به موږ داسې نه ښکارو، لکه موږ ته چې مارغان ښکاري. موږ څومره بې مينې يو، چې نور مخلوقات زموږ په فکر کې دي او موږ د نورو مخلوقاتو په فکر کې نه يو. موږ بې وفا دا فکر لرو، چې دغه واړه مخلوقات زموږ په مقابل کې هېڅ دي او ژوند هم پرې تاثير نه لري.
اې اشرف المخلوقاته! تا ته پاک رب دا لقب د دې لپاره نه دی در کړی، چې په تا کې شرافت دی؛ د دې معنا دا ده، چې تا ته خپل رب داسې څه در کړي، چې همدا شرافت پرې موندلای شې؛ دماغ او د هغې نتيجه، يعنې فکر يادوم.
موږ بايد د ريښتينې مينې په اړه فکر وکړو؛ تر څو نور له دې کرکجنې مينې څخه خلاص شو.