بس د تګ په حال کې ؤ په منډه مې ځان ور ورساوه، بس کارډ مې وواهه غوښتل مې د بس شا ته ولاړه شم او ارامه کینم …
د سړي او سپې له ږغ سره مې پښه ونیوله ته وا په مین وختم، سړي برګ برګ راته وکتل :
– ځمکې ته ګوره…
سپی وکوړنجیده، په مخ نه ولاړم دوي ته مخامخ کیناستم او له سړي مې بخښنه وغوښته…
سړي سپی خپل ټټر ته نیژدې کړ او په سر ېې دوه درې ځله ښکل کړ، لاس ېې پرې تیراوه او له ناز سره ېې ورته وویل :
– ملګریه زه درسره یم یوازې نه ېې…
خو سپی پرله پسې کوړنجیده، او غږ ېې ډیر راباندې بد لګیده، څو ځله مې د بس کمپیوټرې سکرین ته او دباندې وکتل لا دوه تمځایه پاتې وو ،څنګ لوري بوډا راته وویل:
– د سپي لکۍ دې ژوبله کړه ترې بخښنه وغواړه..
ور ولاړه شوم د سپي په سر مې لاس تیر کړ، سپی غلی شو خو مالک ېې ما ته او ما خپل لاس ته په کرکه کتل….