افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه وکړه، وې بایلله، او د تمې سره سم د خپلو ځینو خلکو له سپکو- سپورو سره مخ شوه- د کرکټ هر مینه وال، د کرکټ د کار پوه په توګه خپل نظر ورکوي، شننې کوي او ورسره د لوبډلې د غړو سپکاوې کوي او ځيني ځیني خو بیا د اخلاقو ترټولو بریدونو په تیریدو سره آن د لوبغاړو تر کورنیو پورې سپکوئ- د کنځلو بازار ګرم دې او تر ډیرو پوهو خلکو پورې د فیس بوک او ټویټر په پاڼوهغه څه واي چې د یو اخلاقو د خاوند سړي استازيتوب نه شي کولې-

د لوبې ارزونه، بیلا بیل اړخونه څیړل او په لوبډلې نیوکه زمونږ حق دې، خو یو چا ته کنځل کول، سپکې ویل او تر کورنیو پورې یې رټل د هیڅ چا حق نه دې- او نیوکه هم یوازې د هغه چا حق دې چې کم تر کمه د کرکټ یو څه الف ب یې زده وي نه لکه د هغه ملګري چې ویل یې”زه خو په کرکټ نه پوهیږم خو ګمان مې نه شي چې 268 به دومره لوې هدف وو! “

د افغانستان د کرکټ لوبغاړي زمونږه ویاړونه دي او د ویاړونو سپکول د خپل هیواد او د ځان سپکول دي- مونږ به ګیلې هم کوو او کیسې هم خو د یو چا د سپکولو حق نه لرو- که تخنیکي بحث کولې شو، کوو به یې خو کنځل او بد رد ویل نو بیا د اخلاقي بریدونو هخوا خبره ده-

که له اخلاقي پلوه تیر شو او تیره لوبه د تخنیک په سترګه وارزوو، نو بیا هم مونږ د کرکټ مینه وال پړه راځو- په داسې حال کې چې د نړۍ ټول کرکټ پوهان د افغانستان پرمختګ ته ګوته په غاښ دي او ستاینه یې کوي، یوازې افغانان هغه څوک دي چې دې ته حاضر نه دي چې خپل پرمختګ ومني- د کرکټ د نړۍ لوې لوې پوهان په وار وار د لوبو پر مهال همدا یوه خبره کوي چې افغانستان کومې وړتیاوې لري، د ټیټې کچې لوبډلو سره پرتله کې نورو ډیرو کمو لوبډلو کې یې سارې لیدل کیږي- هر کرکټ پوه په خپله شننه کې یوازې په یوه خبره ټینګار کوي چې تجربه یوازې هغه شې دې چې افغانان پاتې راولي ګنې له چا کم نه دي- د خپګان خبره داده چې پردي مو نمانځي، ستاینه مو کوي، خو مونږ بیا د خپل ځان سپکاوې غوره کړې دې-

د کرکټ له تخنیکي پلوه ما تیره اونۍ د تاند په پاڼه ( http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/40734)  لیکلي وو چې افغانان ځانګړې تخنیکي ستونزې لري چې په روانو سیالیو کې به زمونږ د لوبډلې د ښې لوبې مخه ونیسي- په هغو ستونزو کې ما په ځانګړي ډول د توپوهنې په ډګر کې د شته ستونزو یادونه کړې وه چې په تیره لوبه کې له ورایه مونږ ته ښکاره شوه- د یادو تخنیکی ستونزو په شتون کې زمونږ له هلکانو دا تمه کول چې د لوړې درجې درلودنوکې لوبډلې ماتې کړي به لویه بې انصافي وي- بله دا چې یاده تخنکي ستونزې بیا زمونږ د لوبغاړو ګناه نه بلکې زمونږ د کرکټ په سیستم کې د شته ستونزو زیږنده دي چې ډیر وخت ته به اړتیا وي چې دغه ستونزې له منځه لاړې شي-

په لوبه باندې بیا دا خبرې چې که ”هغه شوي واې او یا دا شوي واې “هم بیا د بحث برخه ده- ډیرې خلک واي که نبي لومړۍ او دویمه بیا کتنه  (Review)اخیستې واې نو دا به شوي واې او که سمیع په منډه نه واې سوځیدلې نو لوبه به مو ګټلې واې او داسې نور- خو دا هر څه د لوبې برخه ده- که همدا راز وویل شي چې که جاوید احمدي او افسر له پیله تر پایه ولاړ واې نو څه به شوي واې! د یو لوبغاړي غلطي بل ته موکه ورکوي چې لوبه وګټې، نو په کرکټ کې د دا او هغه (ifs and buts) ځاې نشته، او یوازې هغه د بحث وړ دي چې په میدان کې ترسره شي-

که د خپلې لوبډلې پرتله په تاریخي لحاظ بیا د بنګله دیش د لوبډلې سره وکړو نو له ورایه به معلوم شي چې مونږ ته لا ډیر وخت دې چې دغه لوبډله ماته کړو- بنګله دیش د 1971 کال نه تر مخه چې د پاکستان برخه وو هم یې کرکټ کولو او یو شمیر لوبغاړو یې د پاکستان په استازيتوب کرکټ کړې- دغه هیواد ته د کرکټ میدانونه او سیستم له پاکستانه د بیلتون په میراث کې پاتې شوي- د بنګله دیش د ډهاکې میدان غوندې میدان، چې دغه هیواد ته میراث ور رسیدلې، زمونږ هیواد خو لاس څه کوې چې زمونږ د هیواد د ټولو پولو نه هغه خوا په پنځه سوه کیلومیترۍ کې هم نشته- بنګله دیش له 1986 کال را پدیخوا نړیوالې لوبې کوي چې دغه وخت یا خو زمونږ د اوسنۍ لوبډلې ډیرې لوبغاړي لا زیږدلي هم نه وو او که زیږدلي وو نو کرکټ یې نه پیژانده- بنګله دیش د 1999 کال نه را پدیخوا دا پینځم نړیوال جام دې چې لوبوي یې او په 2007 کال کې د هندوستان د ماتولو برسیره په 1999 کال جام کې پاکستان ته هم ماتې ورکړې وه- ددې ترڅنګ د زیږدیز کال 2000  نه را پدیخوا دا لوبډله د تیسټ لوبو درجه لري او د نړۍ کابو ټولو لوبډلو سره یې د تیسټ لوبې کړي-

بله خوا مونږ یوزاې اوه کاله پخوا په پینځمه درجه (division 5) کې لوبه کوله، کومه چې تر ډیره د بنګله دیش د کلب په کچه د کرکټ سره د پرتلې وړ کچه ده- زمونږه ټولې لوبډلې په ګډه په نړیوال کرکټ کې دومره منډې نه دي جوړې کړي چې د بنګله دیش تمیم اقبال او شکیب کړي دي- همدومره لوبه همدومره تجربه ده او د نړۍ په هر میدان کې وړتیا سره سره تجربه هم پکار وي- که څومره دا پرتله اوږده کړو، وبه ګورو چې له بنګله دیشه ډیر لرې او وروسته یو او له دغه لوبډلې مو بیلاد د خپګان وړ نه دې-

د افغانستان لوبډلې مونږ ته ډیر ویاړونه راګټلي دي- په لسو کالو کې یې د 50 کلونو سفر ترسره کړې، مونږ ته یې د نړیوالو په کتار کې ځاې ګټلې، زمونږ بیرغ یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې رپولې، زمونږ د ملي سرود د غږیدو لامل ګرځیدلي- ځکه نو بیا زمونږ ښاغلي او د قدر وړ دي، د مینې او محبت وړ دي نه د سپکاوي- ګټل بیلل به روان وي خو دا کمال یې بیا تل د ستایلو وړ دې چې نړیوالو سره اوږه په اوږه ولاړ افغانستان یې د نوم خاوند کړې-

د کرکټ د یو مینه وال په توګه چې د کرکټ لږه ډیره پوهه لرم، غواړم چې خپلو افغانانو ته یوه لارښونه وکړم- لارښونه داده چې سر له ننه له ځان سره پریکړه وکړئ چې که د افغانستان لوبډله ځکه تعقیبوئ چې لوبې درته وګټي او هره ورځ درته د نړۍ نورې لوبډلې ماتې کړي، نو له دغه لوبډلې لاس واخلئ او په خپل حال یې پریږدئ- خو که د لوبډلې ځکه ملاتړي یاست چې د افغانستان ملي بیرغ د نړۍ په کچه رپوي او د افغانستان د ملي سرود د غږیدو لامل ګرځي او چمتو یاست چې راروان اتو تر لسو کلونو پورې حوصله لرئ چې پایلو ته له کتو پرته پر دغه لوبډله وویاړئ نو بیا د کرکټ مینه وال پاتې شئ- دا پریکړه نن ځکه وکړئ ولې چې که د ګټې په تمه یاست نو دا لوبډله دا کار دومره زر نه شي کولې او دا لوبډله به راروان کم تر کمه لسه کاله نور هم ماتې خوري، غلطۍ به کوي او تاسې به خپه کوي- دې لوبډلې سره مینې، حوصلې او صبر ته اړتیا ده، بې شرط او قیده مینې ته اړتیا ده-

مونږ اوس هم تمه لرو چې زمونږ لوبډله به په روانو سیالیو کې ځلیږي او ښه لوبه به کوي- مونږ د خپلې لوبډلې دا تمه نه لرو چې اسټریلیا او نیوزیلینډ به ماتوي- حتی له سکاټلینډ نه مو ګټل هم په شک کې دي- خو دا چې په روان نړیوال جام کې به زمونږ د هیواد بیرغ  به پنځه نورې ورځې هم رپیږي، زمونږ ملي سرود به پنځه نور وارې هم غږیږي او نبي به پنځه وارې نور هم د افغانستان د کپتان (The captain of Afghanistan) بلل کیږي، مونږ ته بس ده- د کرکټ د یو مینه وال په توګه، چې د کرکټ په تخنیک لږ ډیر پوهیږي، زه له خپلې لوبډلې په روان جام کې د ګټې تمه نه لرم، یوازې په دغه لوبو کې شتون ماته بس دې چې پرې وویاړم خو که ښه لوبه یې وکړه نو غوړي لا غوړ او که کومه لوبه نیمه یې وهم ګټله نو د الله شکر به وباسم چې په دومره کم څه یې د دومره لوې ویاړ وړ وبللو-

هو! زه پرون هم د نبي او دده د ملګرو ملاتړې وم، نن هم چې له بنګله دیشه مات شوي دي ملاتړې یم او که سبا یې له سکاټ لینډه هم وبایلي ملاتړې به یې یمه- هو نیوکې به هم کوم، خبرې هم، خو سپکې به ورته کله هم نه کوم، ولې چې زه د هغې حق نه لرم-

2 thoughts on “کرکټ، زمونږه بې انصافي او بې صبري/ مشتاق رحیم”
  1. زموږ د کرکت ملی ټیم زموږ ملی ویاړ دی. په لوبه کی ګټل او بایلل دواړه امکان لری خو که ځموږ ټیم لوبه بایلی او که ګټی ، په هر حال زموږ ویاړ دی او پری ویاړو. تل دی وی افغانستان بریالی دی وی زموږ ملی ټیم

  2. پولي او قوانين مراعات کول او یا يې نه مراعات کول په هر څه کې د سړي د شخصيت څرګندويي کوي. پاتې شوه خبره د کرکټ د ملي لوبډلې، د کرکټ ملی لوبډله زموږ وياړ ده، هغه څه چې دوی په دې کمه موده کې وکړل زموږ سياستوالو او جنګیالو په ډېر لوړ قیمت هم تر دې دمه ونه شو کړای او نه هم ترې هيله کيدای شي چې په نږدې راتلونکی کې به يې وکړي.
    د کرکټ ملي لوبډلې په پالې-پالې پل وواهه خو تر تيز زغليدونکو ټيمونو مخته شوه، دا يې يو شاهکار دی او هيڅوک ترې سترګې نه شي پټولی.
    خو!
    دا هم بايد ومنو چې زموږ لوبډله تر اوسه دېته نه ده اماده چې شعوري لوبه وکړي بلکه لا هم احساساتي لوبه کوی چې ډېری ځله يې هم دا احساساتي لوبه کول د ښو لاسته راوړنو مخه نيسي.
    بله دا چې هغه هيوادونه چې د کرکټ اوږده مخينه هم لري، اوس خو يې هغه لوبغاړي د لوبې په ډګر کې لوبٍيږي چې زموږ تر کارمندانو ډېره سابقه نه لري. او که د روزونکو خبره وي موږ هم په هر بخش کې روزونکی لرو، او که د سهولتونو خبره وي، سهولتونه هم ورته برابر دی او تشويق يې هم تر هر بل هېواده کم نه دی.
    نچوړ:
    موږ ته په کار دی چې هر لوبغاړي ته د يوه کتاب په سترګه وګورو او کتاب د يوې يا دوو پاڼو په خرابېدو سړی له منځه نه وړي تر څو يې لږ تر لږه تر پنځوس سلنه زياتې پاڼې خرابې شوي نه وي. نو لوبغاړو ته هم بايد د يوې يا دوه لوبو په بايللو بې احترامي شروع نه کړه او پرې د نيوکو باران شروع نه کړو تر څو يې تېر وتنې له لاسته راوړنو زياتې شوي نه وي.

    لوبغاړو ته په کار ده چې خپل شايقين په خپلو احساساتي پريکړو نا هيلي نه کړي، تر وسې زیات کوښښ وکړي چې هغه مينه چې دوستان يې ورته په زړه کې لري له منځه يو نسي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *