د اتصالاتو چیلنج کپ ولایتي سیالیو په ترڅ کې پرون د بادغیس ولایتي لوبډله پر کندز او د پکتیکا ولایتي لوبډله پر ارزګان برلاسې شوه.

لومړۍ لوبه چې په غازي امان الله خان نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د بادغیس لوبډلې پر توپوهنه پیل شوه. دوی وکولای شول په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره د کندز ولایتي لوبډلې ته د ۲۸۲ منډو هدف وټاکي چې له ډلې یې بصیر ۷۰، زیور شاه ۵۳ او ګل مرجان ۳۵ منډې جوړې کړې. د کندز توپ اچونکو له لوري عبدالله څلور او نورالله د بادغیس دوه لوبغاړي وسوځول.

د کندز لوبغاړو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د لوبې په ۲۶ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۲۴ منډې جوړې او لوبه یې د بادغیس په ګټه وبایلله. د بادغیس توپ اچونکو له لوري عصمت الله ۳، منظور او کامران د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

بصیر د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

دوهمه سیالي چې د بهسودو په لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه، د ارزګان ولایتي لوبډلې په توپوهنه پیل شوه. د پکتیکا ولایتي لوبډلې چې د لوبې پچه یې ګټلې وه او په خپله یې د توپ اچونې پریکړه کړې وه، لوبه یې له ۴۰ اورونو پورته ونه غځوله او د ارزګان ولایتي لوبډلې لوبغاړو ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره د ۲۱۳ منډو جوړولو موقع ورکړه. د ارزګان له لوبغاړو څخه یوازې نجیب الله وو چې غوره لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه او د خپل لوبډلې په ګټه یې ۱۰۲ منډې جوړې کړې. د پکتیکا توپ اچونکو له لوري ظاهر څلور، بابر درې او نواز د ارزګان دوه لوبغاړي وسوځول.

پکتیکا د لوبې په ۴۳ اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوی هدف بشپړ کړ چې له ډلې یې جمشید ۶۲، نواز ۵۶ او صحبت خان ۳۵ منډې جوړې کړې. د ارزګان توپ اچونکو له لوري نیاز محمد او احسان الله د سیالې لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.

نواز خان د دوهمې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *