یو ځل بیا مو د کرکټ پریا مبارک شه!
ګورو چې زمونږ د کرکټ ملي لوبډله شپه او ورځ خواري کوي څو نړیوالو ته دا ثابته کړي چې مونږ د امن سفیران او ولس مو په امن مین دی، له جنګ او ډزو ستړی دی، سوله غواړي او پرمختګ غواړي.
خو
افسوس او بیا هم افسوس!!
چې د همدغو ځوانانو ټوله خواري ځینې بدبخته ټوپکسالاران په هوايي دزو او سړو مرمیو بدرګه کړي چې د خلکو خوشالي اخر په غم بدله کړي.
تاسو (د جالبات ښاریان یادومه) ټولو وکتل چې د لوبې په پای کې چې کوم د خوشالیو احساس و هغه یې په داسې یو بد حال او وحشت بدل کړ چې ما فکر کاوه چې د جالبات په ښار له هرې خوا نه حمله شرو شوه. خندا ګانې مو په تریو وچولي بدلې او د منځ کوټې ته مو پناه ویووړه چې وس کومه هوايي مرمۍ را برابره نه شي.
تاسو یقین وکړئ چې پرته له راکټه هر ډز پکې اوریدل کیدو.
که څوک خوشاله هم نه و نو د خپل ټوپک میل یې پکې چک کړو.
دا فکر چا هم وه نه کړو چې دا سړې مرمۍ په د چا په کور او سر را ولیږي؟
د پولیسو د موټرو هارنونه لګېدلي و، هغوۍ هم حیران ول چې کوم خوا لاړ شي د چا د لاس نه ټوپک او تمانچه واخلي؟
نو
په کابل کې د کرکټ بورډ د مسولینو او په جالبات ښار کې د کرکټ د مسولینو نه هیله کوم چې د هوايي ډزو په اړه یو عمومي کمپاین وکړي او په ځانګړې توګه داسې کلپونه برابر کړي چې د ملي کرکټ ټیم لوبغاړي په وطنوالو غږ وکړي چې د دوې بریا دې په دا رنګه هوايي ډزو نه بدرنګه کوي.
