د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له متحده عربي اماراتو او نیوزیلند الف لوبډلږ سره د سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په متحده عربي اماراتو کې د روزنیز کمپ او د متحده عربي اماراتو او نیوزیلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره ۱۹ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.
د هیواد ملي لوبډله به په اماراتو کې د ۳ اوونیو تمریناتي کمپ کې ونډه واخلي چې ددغه تمریناتي کمپ او ورپسې د نیوزیلنډ الف او د اماراتو ملي لوبډلې پر وړاندې د یو ورځینیو سیالیو څخه وروسته به د نړیوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله وټاکل شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به ددغه سفر په ترڅ کې ۵ سیالۍ ولري چې لومړۍ سیالي به یې د نومبر په ۲۶ نیټه د نیوزیلنډ الف لوبډلې او څلور سیالۍ به د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې پر وړاندې د نومبر په ۲۸ او ۳۰ او د دسمبر په ۲ او ۴ نیټه ولري.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په دې اړه داسې وایي: موږ له پوره چمتووالي سره د راتلونکو پړاونو په لوري مزل کوو. زموږ ملي لوبډله د نویو پیاوړو روزونکو په معیاري لارښونه د چمتووالي له یوې خورا کره لړۍ څخه تیریږي. دغه روزنیز کمپ او یو ورځینۍ سیالۍ به زموږ د چمتووالي بهیر ته ډیر قوت ورکړي او موږ به له نوي ځواک سره د نړیوال جام په لوري ولاړ شو.