تاند- د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال کپ ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریالیتوب به افغان ټیم ته څو ملیون ډالره په برخه کړي. په دې پیسو کې هغه یو ملیون ډالره هم شامل دي چې په استرالیا او نیوزیلنډ کې د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د تیاریو په خاطر یې د افغانستان لوبډلې ته د کرکټ نړیواله شورا ورکوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وروسته له دې د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام ته بریالۍ شوه چې د جمعې په ورځ یې د کرکټ د نړیوالې شورا د کرکټ په نړیوال لیګ کې کینیا ته په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې ماتې ورکړه.

د کرکټ نړیواله شورا به د راتلونکي کال په اپریل کې افغانستان ته نژدې یو ملیون ډالر ورکړي چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته پرې تیاري ونیسي او د خپلې لوبې سویه او معیار لوړ کړي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د چارواکو په وینا افغانستان ته به د دې شورا له لوري په ۲۰۱۴ کال ۷۵۰۰۰۰ ډالره ورکړای شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي رييس ډاکتر نور محمد مراد وویل چې ممکن د افغانستان حکومت او هغه کمپنۍ، چې د افغانستان د کرکټ لوبډله سپانسر کوي، دوی ته شاوخوا اته نیم لکه ډالر ورکړي.

د ده په وینا ځیني کورنۍ او بهرنۍ کمپنۍ لېواله دي چې د افغانستان د کرکټ ټیم سپانسر کړي.

مراد ګلف نیوز ورځپاڼې ته وویل:« ټولې پیسې به د افغانستان د لوبې پر ښه والي ولګول شي.»

ده په افغانستان کې د کرکټ د ودې او د مینه والو د زیاتېدا په اړه وویل:« حتي د هیواد په خورا لېري پرتو سیمو کې خلکو د کینیا په وړاندې د افغانستان سیالي ولیدله. ټول افغانستان تلویزینونو ته ناست و چې مسابقه وویني.»

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي ريیس وویل:«اوس موږ لېواله یو چې له هغو هیوادونو سره لوبه وکړو چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړغړیتوب لري. یو هدف مو دا دی چې نړیوال کرکټ افغانستان ته راووړو- موږ په کابل او جلال اباد کې دوه نړیوال لوبغالي جوړ کړي دي.»

ده دا هم وویل چې اوس په افغانستان کې هرڅوک له کرکټ سره بلد دي او حتي ولسمشر کرزي هم د دوی مسابقه له تلویزیونه لیدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *