د افغانستان اسلامي جمهوریت د مشرانو جرګې غړو هر یو رفیع الله ګل افغان، محمد حسن هوتک، محمد خان خاګی او داود حساس نن له غرمې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ په بلنه له دغې ادارې څخه لیدنه وکړه.

د مشرانو جرګې غړو له هر څه د مخه د کرکټ بورډ ادارې له مختلفو څنډو او د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي څخه لیدنه وکړه. دوی د کرکټ بورډ ادارې کړي کارونه د ډیرې ستاینې وړ وبلل او د پرمختیایي چارو لړۍ یې زړه راښکونکې وبلله.

تر دې وروسته، دواړو لوریو د کرکټ بورډ ادارې غونډو په خونه کې ناسته وکړه چې په ترڅ کې یې د کرکټ پرمختګ او وروستیو لاسته راوړنو په هکله هراړخیزې خبرې وشوې. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د مشرانو جرګې له راغلي هیئت څخه مننه وکړه او ددوی راتګ یې ددغې ادارې کارکونکو لپاره هڅونه وبلله. مسعود وویل چې، موږ په تیرو څو کلونو کې د پرمختګ په لارو خورا ګړندی مزل کړی دی او دغه مزل ته به د خپلو موخو تر درشله ادامه ورکوو.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال رفیع الله ګل افغان د کرکټ بورډ فعالیتونه او د هیواد په کچه بې سارې لاسته راوړنې د ټول ملت لاسته راوړنې وبللې. نوموړي ووییل چې، زه ویاړم چې نن هیواد ته د بریا راوړونکو خلکو ترڅنګ ناست یم. کرکټ بورډ د هیواد په کچه د بریالیتوبونو ستر شهکار کړی دی او ټول ولس په دغه اداره او د کرکټ په ملي اتلانو ویاړ کوي. افغان زیاته کړه، موږ له دغې پیاوړې ادارې سره په هره برخه کې همکار یو او تل به له دغې ادارې سره د پرمختګونو په لور مزل کې ملګري یو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د مشرانو جرګې له غړو مننه وکړه او دوی ته یې د کرکټ وروستیو لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل. ډاکټر مراد ووییل چې، موږ په خپله ټولنه کې د یوې ملي ادارې په توګه خپلو ملي مسئولیتونو ته اوږه ورکړې او خپلو سترو موخو ته د رسیدو په لاره کې ننګونو ته له پاملرنې پرته زړور مزل کوو.

ډاکټر مراد د کرکټ بورډ ادارې ټولو پروګرامونو، پرمختګونو او اداري سیستم په هکله د یوه پریزنټیشن په ترڅ کې میلمنو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د پرمختیایي چارو انځور یې په بشپړه توګه ورته وړاندې کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *